له لرغوني قبره درې زره کاله پخوانۍ توره موندل شوې

Nördlingen bronze sword (from BLfD website)

د عکس سرچینه، Archäologie Büro Dr. Woidich

د خپرېدو وخت

جرمني کې د لرغونو اثارو کېندونکو په یوه پخواني قبر کې د برونزو زمانې یوه توره موندلې، چې لرغونتوب یې ۳۰۰۰ کاله مخکې وختونو ته رسېږي او په خورا ښه وضعیت کې خوندي پاتې ده.

دا توره چې اته ګوټیز موټی هم لري، د سویلي نوردلینګن ښارګوټي له یوه قبره موندل شوې ده. د بافوریا ایالت لرغونو توکو خوندیتوب ادارې مسوولین وايي، د تورې بڼه خورا ښه ده او ''ان تر اوسه ځلېږي. ''

په کېندل شوي قبر کې د یوه سړي، یوې ښځې او یوه هلک له هډونو سره د برونزو توکي موندل شوي دي. کارپوهان نه دي توانېدلي معلومه کړي، چې د دې کسانو تر منځ څه خپلوي وه او که نه.

جرمن لرغونپوهان وايي، د دې ډول تورې چمتو کول ځکه خورا پېچلې چاره وه، چې موټی یې له تېرې څوکې سره پیوند شوې ده.

ماهرین وايي، داسې نه ښکاري چې دا توره د غوسې په حالت کې کارول شوې او په وینا یې یوازې د سینګار توکی هم نه دی، بلکې اصلي وسله ښکاري.

Nördlingen bronze sword (from BLfD website)

د عکس سرچینه، Archäologie-Büro Dr. Woidich

Nördlingen bronze sword (from BLfD website)

د عکس سرچینه، Archäologie-Büro Dr. Woidich