په چين کې جوړې شوې مسافر وړونکې الوتکې خپله لومړۍ الوتنه وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
په چين کې جوړې شوې لومړۍ مسافر وړونکی الوتکې له شانګهای څخه پلازمېنې بيجېنګ ته الوتنه وکړه. د چين دولتي تلويزيون د شانګهای پر سر د الوتکې انځورونه خپار کړي دي.
د چين سوداګريز هوايي شرکت وايي هيله لري چې د دغو الوتکو په توليد سره پر بازار د اېربس او بويينګ شرکتونو انحصار مات کړي.
دا چينایۍ الوتکه چې ۱۶۴ مساپر لېږدولی شي، په لوېديځ کې جوړو پرزو لکه ماشين او نورو برېښنایی برخو ته اړتيا لري.
دغه الوتکه چې (C919) نومېږي د کوماک دولتي شرکت له خوا جوړه شوې ده.
د چين ختيځ هوايي شرکت چې د حکومت ملاتړ ورسره دی د پنځو الوتکو غوښتنه وړاندې کړې ده.
د الوتکې جوړونکي وايي، تر دې مهاله یې د الوتکو لپاره ۱۵۰۰ غوښتنې ترلاسه کړې دي. ځينې کارپوهان وايي ډېری پېرودونکي خپله چين کې دي.
له شانګهای څخه پلازمېنې بيجېنګ ته لومړۍ سوداګريزه الوتنه کې ۱۳۰ سپرلۍ سپرې وې چې له دريو ساعتو په کم وخت کې خپل هدف ته ورسېدلې.
د چين ولسمشر شيجين پېنګ څو کاله وړاندې دغه پروژه د هېواد لپاره يوه نوښتګره لاسته راوړنه بللې وه.






















