اېف بي ای: کورونا وېروس ښایي د چين لابراتواري تولید وي، چين: امریکا مو نه شي بدنامولی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې اېف بي ای مشر کریسټفر وریي وايي ډېره شونتیا شته چې د کورونا وېروس په چین کې له یوه لابراتوار نه نورې نړۍ ته خپور شوی وي.
د ایف بي ای مشر له فاکس نیوز ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ويلي د دوی څېړنې د کورونا وېروس په اړه متفاوتې پایلې لري.
د ښاغلي کریسټفر وریې په وینا د دوی ادارې له څه مودې راهیسې په دې اړه څېړنې کولې خو چین په دې برخه کې د څېړنو د مخنیوي لپاره خپل ټول وس وکړ.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې مشر دغه خبره په ډاګه کړې ده.
خو چین بیا تل په وهان ولایت کې له یوه لابراتوار نه د کورونا وېروس د خپرېدو خبره رد کړې او دا ډول تورونه یې چین ته سپکاوی بللی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په بېجېنګ کې د خبرو پرمهال د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې د مشر ادعاوې خپله د امریکا په زیان وبللې.
نوموړې زیاتوي: " چین له هر ډول او هرې بڼې سیاسي لاسوهنې سره مخالفت لري. د ساینسي مسایلو په اړه د پلټنې لپاره د استخباراتو د ادارې د کارکوونکو ګومارل په خپله د دې موضوع د سیاسي کولو ثبوت دی."
د چین حکومت دغه ویانده وایي له لابراتوار نه د وېروس د خپرېدو تیورۍ له تکرارولو سره به امریکا د چین په بدنامولو کې بریالۍ نه شي.
ګڼو نورو ساینسپوهانو هم له لابراتوار نه د وېروس د لیک کېدو تیوري رد کړې او وايي چې په دې اړه کافي شواهد نشته.
په ورته مهال د ځینو نورو امریکايي ادارو لخوا څېړنو کې مختلفې پایلې ترلاسه شوي چې ځینې یې په لږ باور وايي چې د کورونا وایرس له لابراتوار نه دی خپور شوی بلکې له نورو موجوداتو نه انسانانو ته لېږدېدلی دی.
بل خوا د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي ولسمشر جوبایډن د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې معلومه کړي کورونا وبا څنګه پیل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په وینا یې تراوسه په دې تړاو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او که داسې څه د ویلو لپاره ولري نو هغه به د امریکا له خلکو او کانګرېس سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان او چین له خوا په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوې یوې ګډې څېړنې موندلې چې د دې امکان بیخي کم دی چې د کورونا وېروس له لابراتوار نه خپور شوی وي.
خو د روغتیا د نړیوال سازمان پر څېړنو له پراخو نیوکو وروسته د دې سازمان مشر د یوې نوې څېړنې غوښتنه وکړه.



















