د چين ولسمشر مسکو کې له پوتين سره ګوري

شي جېنپينګ او پوتين

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د چین ولسمشر شي جېنپنګ چې د روسیې متحد بلل کېږي داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې د اوکرایین جګړې د پای ته رسولو وړاندیز یې کړی، هغه وړاندیز چې لوېدیځ یې کوم ځانګړی هرکلي نه دی کړی.

په ورته وخت کې لوېدیځو هېوادونو چین ته د روسیې د وسلو د اړتیاوو پوره کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی شي به راتلونکې دوشنبه د مارچ له ۲۰مې تر ۲۲مې د پوتین په بلنه روسیې ته ولاړ شي او تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ یو شمېر مهم دوه اړخیز سندونه هم لاسلیک شي.

د دغه وزارت ویاند پر خپل ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې دغه سفر د دوستۍ او سولې لپاره دی، هغه زیاته کړې چې چین او روسیه به په نړیوالو اړیکو کې ډیموکراسۍ ته وده ورکړي.

هغه زیاته کړه چې چین به د اوکرایین د جګړې په اړه د "هر مثبت او عادلانه دریځ"ملاتړ وکړي او "د سولې خبرو اترو د پرمختګ لپاره به رغنده رول ولوبوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د چین د ولسمشر د سفر په اړه وویل، "د روسیې ولسمشر او د هغه سیال به د مارچ میاشتې په شلمه ماسپښین مهال په یوه غیر رسمي میلمستیا کې سره وویني ، په سبا به یې رسمی خبرې اترې پيل شي. "

د فبرورۍ میاشت کې، د اوکرایین ولسمشر ولود مير زېلینسکي وویل چې هغه غواړي له شي جینپېنګ سره وګوري او د چین د سولې وړاندیز په اړه بحث وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي وو چې د چین له خوا روسیې ته د وسلو او مهماتو د لېږلو په اړه څېړنه کوي، خو د چین حکومت دغه تور رد کړ.

امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې ښاغلی شي به روسیې ته له خپل سفر وروسته له زېلینسکي سره انلاین کتنه وکړي، خو دا خبر لا نه دی تائید شوی.

په کیېف کې د بي بي سي د ډیپلوماتیکو چارو خبریال جیمز لینډیل وايي، چین تر اوسه د شي او زېلینسکي ترمنځ د لیدنې لپاره د اوکرایین د غوښتنې سره مقاومت کړی، که څه هم د چین حکومت د جمعې په ورځ تائید کړه چې مشر به یې راتلونکې اوونۍ مسکو کې وي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولهابا ویلي چې د هیواد ولسمشر چمتو دی له ښاغلي شي سره تلیفوني خبرې وکړي. ده ویلي فکر نه کوي چې چین داسې یوه پړاو کې دی چې روسیې ته وسلې ورکړي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند، د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر اوکرایین د روسیې د برید له پیل راهیسې د اوکرایین مشر د لومړي ځل لپاره د چین له ولسمشر سره خبرې کوي وویل: دا ډول خبرې به ډیرې ښې اوسي.

خو جان کربي وویل امریکا دې برخه کې د هر ډول تماس هرکلی کړی او وبه یې کړي.

په ورته حال کې پرون د چین د بهرنیو چارو وزیر چین کانګ د اوکراین او روسیې پر حکومتونو غږ وکړ چې ژر تر ژره د سولې خبرې بیا پیل کړي.