چين کې ۷۸ کلن امريکایی په عمري بند محکوم شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په چين کې يوې محکمې ۷۸ کلن امريکایی وګړی د جاسوسۍ په تور د تړلو دروازو تر شا په عمري بند محکوم کړی دی.
جان شينګ وان ليونګ چې له اره د هانګ کانګ دی د دوشنبې په ورځ زنداني شو.
د محکمې په وینا ليونګ دوه کاله وړاندې په سوژو ښار کې د چين د استخباراتو د سيمه ييز دفتر له خوا نيول شوی و.
د محکمې بيان چې پر وي چټ (WeChat) ټولنيزې رسنۍ خپور شوی راغلي، چې دغه کس "د جاسوسۍ په تور په عمری بند او له سياسي حقونو څخه د عمري محروميت په سزا محکوم شوی دی."
محکمې د دغه کس د تورونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
دا لا څرګنده نه ده چې ليونګ د نيول کېدو پر مهال چېرې ژوند کاوه.
په بيجېنګ کې د امريکا سفارت يوه وياند ويلي، "دوی له دغو راپورونو خبر دي او د بهرنيو چارو وزارت ته په بهر کې د امريکايي وګړو امنيت او خونديتوب تر هرڅه مهم دی. "
په چين کې د تړلو دروازو تر شا محاکمه کومه نوې خبره نه ده، دا ډول محاکمې معمولا د حساسو قضيو لپاره ترسره کېږي.
د امریکایي وګړي بنديانول کېدی شي د چين او امريکا تر منځ تاوتريخوالی نور هم زيات کړي. د دغو دواړو سترو قدرتونو ترمنځ د تايوان او د کورونا د اصلي سرچينې تر څنګ د بېلابېلو مسلو له امله اختلاف موجود دی.
په وروستيو کې د دغو هېوادونو تر منځ تاوتريخوالی هغه مهال لا زيات شو چې د فبرورۍ په مياشت کې امریکا د چين يو بالون وويشت.





















