چين او امریکا؛ د تايوان مشرې سفر پر سر ترينګلتيا
د خپرېدو وخت
تایوان ویلي د یوې چینایي الوتکې وړونکې بېړۍ حرکتونه څاري دا بېړۍ په ختیځ چین سمندر کې لیدل شوې. دا خبر په داسې وخت کې خپرېږي چې د تایوان ولسمشره په امریکا کې ده او په کلفورنیا کې به د امریکا د استازو جرګې له رییس کون مککارتي سره وګوري.
دې کار چین په غوسه کړی دی ځکه چین تایوان خپله خاوره بولي. بېجېنګ ویلي د تایوان ساتنې لپاره به "قاطع او پیاوړي اقدامات" وکړي.