د فرانسې محکمې د یهودانو په معبد کې د برید تورن کس له پېښې ۴۳ کاله وروسته په سزا محکوم کړ

A picture taken on October 3, 1980 shows firemen standing by the wreckage of a car and motorcycle after a bomb attack at a Paris synagogue rue Copernic killing four people

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هغه برید له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په فرانسه کې پر یهودانو لومړنی برید بلل کېږي.
    • Author, هوغ شوفیلډ
    • دنده, بي بي سي فرانسه
  • د خپرېدو وخت

فرانسه کې محکمې د پاریس یهودان معبد چاودنې له پېښې ۴۲ کاله وروسته یو لبنان الاصله کاناډایی پروفیسر د پېښې مجرم بللی.

قاضیانو په خپله پرېکړه کې ویلي، ۶۹ کلن حسن دیاب هغه ځوان سړی و، چې د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر پر دریېمه یې د ریو کوپیرنیک معبد سره په موټرسایکل کې بم ځای پر ځای کړی و. په هغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي وو او ۳۸ نور ټپيان شوي وو.

د کاناډايي رسنیو رپوټونو کې د دیاب له قوله ویل شوي، چې ذهني وضعیت یې (کافکايي) و.

د یادونې ده چې کافکایسکي یا کافکايي د جرمن ژبې مشهور لیکوال فرانز کافکا د لیکوالۍ ځانګړي سبک ته اشاره ده چې معمولاً د زورور پر وړاندې د کمزوري غبرګون بلل کېږي.

حسن دیاب په محاکمه کې ګډون رد کړی و، خو قاضیانو د عمري زندان په سزا محکوم کړی.

Hassan Diab holds a press conference at Amnesty International Canada in Ottawa, Ontario, on January 17, 2018 following his return to Canada

د عکس سرچینه، LARS HAGBERG/AFP

د عکس تشریح، حسن دیاب په پېښه کې ښکېلتیا ردوي او په محاکمه کې د ګډون لپاره له کاناډا بهر وتل رد کړي دي.

دیاب اصلاً فلسطین الاصله لبناني دی، چې په ۱۹۹۹ کال کې یې د کاناډا تابعیت واخیست او په اوټاوا کې د سوشیالوژۍ درس ورکوي.

دی لومړی ځل په ۱۹۹۹ کال کې د له هغې پېښې ۲۰ کاله وروسته د نویو ثبوتونو له موندل کېدو وروسته مشکوک وبلل شو.

Police sketches released in 1980 show the suspected perpetrator of a bomb blast on a Paris synagogue that killed four people

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پولیسو ۱۹۸۰ کال کې د یوه انځورګر په مرسته د مشکوک بریدګر خیالي انځور خپور کړ.

څارنوالانو ویلي، ''په دې کې هېڅ شک نه شته '' چې د چاودنې تر شا همدی و، خو د نوموړي پلویان بیا دا محاکمه غندي او ''څرګنده بې عدالتي '' یې بولي.

د یادونې ده، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ریو کوپیرنیک برید په فرانسه کې پر یهودان لومړنی برید و، چې له هغه راوروسته کلونو کې د منځني ختیځ سخت دریځو له لوري د ورته بریدونو پیلامه بلل کېږي.

د دې قضیې لسیزې اوږده پلټنه د څارنوالانو لپاره هم د خپل ډول یوه بېلګه بلل کېږي، چې سرخوږی یې ورته جوړ کړی و او دغه راز د ګوتو په شمېر قاضیانو لپاره هم، چې دا قضیه هېرېدو ته نه پرېښووله.