تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فرانسې محکمې د یهودانو په معبد کې د برید تورن کس له پېښې ۴۳ کاله وروسته په سزا محکوم کړ
- Author, هوغ شوفیلډ
- دنده, بي بي سي فرانسه
- د خپرېدو وخت
فرانسه کې محکمې د پاریس یهودان معبد چاودنې له پېښې ۴۲ کاله وروسته یو لبنان الاصله کاناډایی پروفیسر د پېښې مجرم بللی.
قاضیانو په خپله پرېکړه کې ویلي، ۶۹ کلن حسن دیاب هغه ځوان سړی و، چې د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر پر دریېمه یې د ریو کوپیرنیک معبد سره په موټرسایکل کې بم ځای پر ځای کړی و. په هغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي وو او ۳۸ نور ټپيان شوي وو.
د کاناډايي رسنیو رپوټونو کې د دیاب له قوله ویل شوي، چې ذهني وضعیت یې (کافکايي) و.
د یادونې ده چې کافکایسکي یا کافکايي د جرمن ژبې مشهور لیکوال فرانز کافکا د لیکوالۍ ځانګړي سبک ته اشاره ده چې معمولاً د زورور پر وړاندې د کمزوري غبرګون بلل کېږي.
حسن دیاب په محاکمه کې ګډون رد کړی و، خو قاضیانو د عمري زندان په سزا محکوم کړی.
دیاب اصلاً فلسطین الاصله لبناني دی، چې په ۱۹۹۹ کال کې یې د کاناډا تابعیت واخیست او په اوټاوا کې د سوشیالوژۍ درس ورکوي.
دی لومړی ځل په ۱۹۹۹ کال کې د له هغې پېښې ۲۰ کاله وروسته د نویو ثبوتونو له موندل کېدو وروسته مشکوک وبلل شو.
څارنوالانو ویلي، ''په دې کې هېڅ شک نه شته '' چې د چاودنې تر شا همدی و، خو د نوموړي پلویان بیا دا محاکمه غندي او ''څرګنده بې عدالتي '' یې بولي.
د یادونې ده، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ریو کوپیرنیک برید په فرانسه کې پر یهودان لومړنی برید و، چې له هغه راوروسته کلونو کې د منځني ختیځ سخت دریځو له لوري د ورته بریدونو پیلامه بلل کېږي.
د دې قضیې لسیزې اوږده پلټنه د څارنوالانو لپاره هم د خپل ډول یوه بېلګه بلل کېږي، چې سرخوږی یې ورته جوړ کړی و او دغه راز د ګوتو په شمېر قاضیانو لپاره هم، چې دا قضیه هېرېدو ته نه پرېښووله.