بریتانوی میلیاردر د خپلې کمپنۍ ۸۵ سلنه کارکوونکي له دندو ګوښه کوي

د عکس سرچینه، Virgin Orbit
د بریتانیا میلیاردر ریچارډ برانسن وايي، د خپلې فضايي راکټونو کمپنۍ ویرجین اوربیټ ۸۵ سلنه کاروونکي له دندو ګوښه کوي.
دا پریکړه یې وروسته له هغه وکړه، چې کمپنۍ یې نوې پانګونه کې پاتې راغله.
د رسنیو د راپورونو له مخې یاده کمپنۍ به نژدې راتلونکي کې خپل چارې هم ودروي.
دا خبر څو اوونۍ وروسته له هغه چې ورجین اوربیټ کمپنۍ د خپلو مالي هڅو چارې په ټپه ودرولې خپور شو.
د روان کال پیل کې د بریتانیا له خاورې د لومړي ځل لپاره د سټلایټ راکټ استولو چاره ناکامه شوه.

د عکس سرچینه، Virgin Orbit
فضا ته استول شوی توغندی د ورجین اوربیټ کمپنۍ و چې اصلی موخې ته ونه ورسېد.
له یادې چارې وروسته د دغې کمپنۍ تر ۴۴ ډېرې ونډې تېره پنجشنبه د نیویارک په سوداګریز بازار کې ډوبه شوه.
د ورجین اوربیټ کمپنۍ مسولین وايي، د کارمنانو د کمولو پرېکړه یې ځکه کړې چې لګښتونه یې کم شي.
د ګوښه کولو یاده چاره به نږدې ۶۷۵ کارمنان اغېزمن کړي.
د ورجین اوربیټ کمپنۍ اټکل کوي، چې د ګوښه کولو چارو اړوند ۱۵ میلیونه ډالره لګښت به پرې راشي چې دې کې به کارمنانو ته د ګوښه کېدو پېسې او یو څه نور لګښتونه شامل وي.
د رسنیو د راپورونو له مخی د یادې کمپنۍ مشر خپلو کارکوونکو ته ویلي، کمپنۍ به خپل فعالیتونه تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
د ورجین اوربیټ اجراییوي مشر ډان هارټ د کارمنانو سره په یوه ناسته کې وویل:"موږ د سمدستي، ډراماتیک او خورا دردناکو بدلونونو پلي کولو پرته بله چاره نه لرو."

د عکس سرچینه، Getty Images
یاده کمپنۍ په ۲۰۱۷ کال کې جوړه شوه چې تر دې دمه یې د پام وړ ګټه نه ده کړې.
ورجین اوربیټ کمپنۍ یو ډول راکټونه جوړوي چې کوچني سټلایټونه تشیال ته لېږدوي او یاده کمپنۍ د بریتانیا میلیاردر ریچارډ برانسن د سوداګرۍ یوه برخه ده.
ورجین اتلانتیک هوایی شرکت او د فضا سیاحتي شرکت ورجین ګالټیک یې د سوداګرۍ نورې برخې دي.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې ورجین اوربیټ کمپنۍ هڅه وکړه، چې د بریتانیا له خاورې د لومړی ځل لپاره د سټلایټ استولو ماموریت ترسره کړي خو له ناکامۍ سره پای ته ورسېد.
یادې کمپنۍ یو راکټ د بوېنګ ۷۴۷ الوتکې په مرسته تشیال ته وتوغاوه خو خپل اصلي مدار ته ونه رسېد.





















