امریکا کې مرګوني توپان؛ میسيسيپي یالت کې بوړبوړکۍ ۲۶ کسان وژلي

د ویډیو تشریح، میسيسيپي توپان؛ ونې او لارۍ موټرونه د ودانیو د پاسه انبار شوي
د خپرېدو وخت

د امریکا مېسیسیپي ایالت کې تر یوې کمیسارې مرګونې بوړبوړکۍ وروسته د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه د دې ځواکمنې بوړبوړکۍ له کبله تر اوسه د لږ تر لږه ۲۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.

خو اندېښنه دا ده چې ګڼ نور کسان به لا تر نړېدلو ودانیو او ویجاړیو لاندې ایسار پاتې وي.

دې بوړبوړکۍ په څو کوچنيو ښارونو کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې.

رپوټونه وايي دغلته ګڼې ودانۍ او کورونه نړېدلي، ونې له بېخه وتلې، موټرونه اوښتي او د برېښنا مزي پرې شوي دي.

مېسيسيپي کې د بېړنیو حالاتو د مدیریت اژانس ویلي لسګونه کسان ټپي شوي‌ هم دي.‌

خو دغه اژانس په ورته وخت کې د څلورو تری تم اعلان شویو کسانو د بېرته موندل کېدو خبر هم ورکړی دی.‌

رپوټونه وايي د مېسيسيپي لوېدیځ شارکي کاوټي کې د 'رولېنګ فورک' په نوم یوه کوچني ښار ته تر نورو ډېر زیان اوښتی او نږدې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

A man tries to salvage items from a car

د عکس سرچینه، Reuters

د دغه ځای ښاروال 'اېلدرېج واکر' سي اېن اېن تلویزیوني شبکې ته ویلي "ښار مې له منځه تللی. خو موږ پیاوړي یو او بېرته به راوګرځو."

هغه زیاته کړې چې دغه ښار کې ګڼې کورنۍ "ژوبلې او اغېزمنې" شوې او دا چې تر کوم ځایه نظر کار کوي، ویجاړۍ کتل کېږي.

د رولېنګ فورک یوه اوسېدونکي برنډي شووا هم سي اېن اېن ته د دې ځواکمنۍ بوړبوړکۍ کیسه کړې.

هغه ویلي "تر اوسه مې داسې څه نه وو کتلي... دا ډېر ښکلی کوچنی ښار و خو اوس نشته."

بي بي سي سره هم دغه ښار ته د اوښتي زیان یوه ویډیو شریکه شوې ده.‌

د ډرون په وسیله دې اخیستل شوې ویډیو کې ښکاري چې ونې او لارۍ موټرونه د نړېدلو ودانیو د پاسه باره دي او پراخې سیمې ویجاړې شوې دي.‌

د مېسيسيپي والي 'ټېټ ریوېس' سیلېور سیټي او وینونا ښارونو ته سفر کړی او هلته یې له اغېزمنو شویو خلکو سره لیدلي دي.

هغه رامنځته شوی وضعیت یوه 'غمېزه' بللې او پر خپل ټویټر یې له خلکو غوښتي چې اغېزمنو شویو خلکو او سیمو ته دعا وکړي.‌

ویل کېږي دا بوړبوړکۍ ګاونډي الاباما ایالت ته هم ورغځېدلې او هلته یې هم یو کس وژلی دی.

The tornado damaged several towns across rural Mississippi

د عکس سرچینه، CBS

د امریکا ولسمشر جو بایډن له مېسيسيپي د یجاړیو خپاره شوي تصویرونه "خواشینوونکي" بللي او زیاته کړې یې ده چې فدرال حکومت به هېڅ راز مرسته ونه سپموي.

له سپېنې ماڼۍ خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر بایډن په حواله راغلي چې "موږ به تر پایه درسره یو. د هغه ملاتړ لپاره به درسره ګډ کار وکړو چې تاسې ورته د رغېدو لپاره اړتیا لرئ."

تر اوسه دا روښانه نه ده چې د جمعې ناوخته پر دغو ښارونو یوه که څو بوړبوړکۍ راتاوې شوې دي.‌

په ورته وخت کې د امریکا څو سویلي ایالتونه هم زورورو توپانونو ته چمتووالی کوي.