د امريکا سېلېکان وېلي بانک تړل کېدل؛ د ونډو پر بازار يې اغېز کړی

سېلېکون وېلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا د یوه عمده سوداګریز بانک سېلېکان وېلي له ماتېدو وروسته د ګڼو امریکايي بانکونو د ونډو غورځېدل دوام لري. که څه هم د امریکا ولسمشر له سپينې ماڼۍ په یوه وینا کې وویل چې هره هڅه کوي چې بایده ثبات وساتي.

سېلېکان وېلي بانک چې د ټکنالوژۍ شرکتونو ته يې پورونه ورکول د جمعې په ورځ دېواليه شو. په تېره اوونۍ کې د نړېدلو دواړو بانکونو سېلېکان وېلي او سېګنېچر بانک د بسپنو ضمانت امریکا وکړ.

د سېلېکان وېلي بانک تړل کېدل له ۲۰۰۸ کال راهیسې په امریکا کې د یوه ستر بانک د ماتې او نړېدو لومړۍ پېښه ده. که څه هم د دغه بانک د سقوط د خبر خپرېدو سره هم‌مهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن امریکایانو ته د دوی د پیسو د خونديتوب ډاډ ورکړ، خو بیا هم د ډېری امریکايي بانکونو ونډې ژورې اغېزمنې شوې.

حتی د وسېټرن الاینس بانک ونډې اتیا سلنه او د فېرسټ ریپبلېک ونډې ۷۵ سلنه غورځېدلې دي.

په اروپا کې هم د ونډو بازارونه څه باندې دوه سلنه غورځېدلي او یو شمېر بانکونه له لا ډېر فشار سره مخ شوي.

په بريتانیا کې د سېلېکان وېلي بانک څانګه د بريتانیا اېچ اېس بي سي بانک په یوازې یوه ډالر وپېرله او په کاناډا کې هم چارواکو د دغه بانک د څانګې کنټرول په خپل لاس کې واخیست.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله وینا کې امریکايانو ته ډاډ ورکړ چې د دغه هېواد بانکي سیستم خوندي دی او د دغه بانک د اغېزو قابو کولو لپاره هره هڅه کوي.

نوموړي له سپینې ماڼۍ په خپله وینا کې وویل چې د د دې بانک ټول پېرودونکي به خپلې پیسې بېرته اخیستی شي. هغه دا هم وویل چې پر بانکي سکتور د سختو مقرراتو د لګولو تر څنګ به د ثبات د ساتلو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.

جوبايډن

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی بایډن وايي، د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال موږ د سېلېکان وېلي بانک او سېګنېچر بانک په ګډون پر بانکونو سخت شرایط کېښودل تر څو په ۲۰۰۸ کال کې تېر شوی مالي بحران بیا تکرار نشي.

خو دی وايي چې په خواشينۍ سره ځینې یاد شوي مقررات تېرې ادارې بېرته واخیستل. هغه ژمنه وکړه چې بېرته به له کانګرس او د بانک له تنظیموونکو ادارو سره په ګډه د ورته بانکي ماتېدنو د مخنيوي او د امریکایانو د دندو او کوچنیو کاروبارونو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

دېوالي شوی سېلېکان وېلي بانک چې د ټکنالوژۍ شرکتونو ته يې پورونه ورکول د مالیاتو د کچې د لوړېدو له امله د اغېزمنو شوو توکو له خرڅلاوه رامنځته شوې تشې ته د پیسو په موندلو کې ونګوښېده او دا خبره د دې لامل شوه چې پېردونکو يې د خپلو بسپنو د بېرته ایستلو لپاره بیړه وکړه او په دې ډول د نغدو پیسو له کړکېچ سره مخ شو او چارواکو د جمعې په ورځ وتاړه.

چارواکو د یکشنبې په ورځ د نیویارک سېګنېچر بانک هم په خپل لاس کې واخیست چې ډېری پېردونکي يې د کرېپټو یا انټرنیټي پیسې په کاروبارونو کې ښکېل وو او له سلېکان وېلي وروسته د ورته ماتېدنې له ګواښ سره ډېر مخ و.

اوس اندېښنې په دې خاطر په ډېرېدو دي چې ښايي دا زیانونه چې تېره اونۍ د سېلورګېټ بانک له ماتېدو راپیل شوي نور بنسټونه هم اغېزمن کړي.