د پیسو نړيوال صندوق خبرداری: سږ کال به درېیمه برخه نړۍ له سوړبازارۍ سره مخ شي

د عکس سرچینه، Reuters
د پیسو نړیوال وجهي صندوق مشرې کرېسټالېنا جیورجېوا خبرداری ورکړی چې په نوي پیل شوي زیږدیز کال کې به د نړۍ د اقتصاد درېیمه برخه له اقتصادي ځوړ یا سوړبازارۍ سره مخ وي.
نوموړې ویلي ۲۰۲۳م به د تېر کال پرتله سخت وي ځکه چې د هغې په باور ان امریکا، اروپایې ټولنه او چین خپل اقتصاد کمزوری ویني.
دا خبرداری په اوکرایین کې له روانې جګړې، ګرانۍ، د سود ونډې لوړېدو او په چین کې د کورونا بیا عامېدو وروسته ورکول کېږي چې پر نړيوال اقتصاد یې اغېز کړی.
د ای اېم اېف مشرې کرېسټالېنا جیورجېوا له سي بي اېس (CBS) تلویزون سره په خبرو کې وویل:
"مونږ اټکل کوو چې د نړۍ یو پر درېیمه برخه اقتصاد به له سوړبازارۍ تېرېږي. که څه هم مونږ به د خپل کار له مخې په راتلونکي کال کې د اقتصادي سوړ بازارۍ مخنیوي هڅه کوو خو دا امکان بېخي ډېر دی، اروپا د دې سوړبازارۍ څخه ځان نشي ژغورلای او امریکا یې هم په ژۍ ولاړه ده."
د پیسو نړیوال وجهي صندوق په اوکرایین کې د جګړې، په مرکزي بانکونو کې د سود کچې لوړولو او د نرخونو جګېدو له کبله تېره اکتوبر میاشت په ۲۰۲۳م کې له ښې اقتصادي ودې خپله تمه پرې کړه . له هغې وروسته چین د کورونا ضد محدودیتونه ( صفر کورونا پالیسي) ختم کړه او اقتصادي فعالیت ته یې زمینه برابره کړي که څه هم په دې هېواد کې کورونا سخته د خپرېدو په حال کې ده.

د عکس سرچینه، AFP
اغلي جېورجېوا وایې د اقتصادي سوړبازارۍ له کبله به په ۲۰۲۳م کال کې ان د نړۍ دویم ستر اقتصادي بازار چین هم ستونزمن پیل ولري.
نوموړې وايي، "چین به څو راتلونکي سختې میاشتې په مخکې ولري، له دې کبله به په د چین په اقتصادي ودې منفي اغېز پرېوزي، دا اغېز به په سیمه هم منفي وي او پر نړۍ به هم منفي اغېز پرېږدي. "
د پیسو دا وجهي صندوق نړيواله اداره ده چې ۱۹۰ غړي هېوادونه لري، دوی له هېوادونو سره په ګډه د اقتصادي ثبات لپاره کار کوي او د نورو کارو تر څنګ یې یوه دنده دا ده چې د اقتصادي سوړبازارۍ یا د اقتصاد کمزوري کېدو خبرداری وار له مخه اعلان کړي.
د نړيوال وجهي صندوق د دغې مشرې وروستۍ دا خبرې دا ځل له اسیا ور ها خوا د نړۍ په لروبر کې خلکو ته د مالي او اقتصادي سرچينو په اړه واضح پیغام دی، په اسیا کې بیا ډېرو هېوادونو په ۲۰۲۲م کال کې هم چندانې ښه اقتصادي وده نه لرله.





















