پر جو بایډن فشارونه؛ کور کې یې پټ اسناد موندل شوي

د ویډیو تشریح، پر جو بایډن فشارونه؛ کور کې یې پټ اسناد موندل شوي
د خپرېدو وخت

د امريکا ولسمشر جو بايډن تر هغه وروسته له لا سختو پوښتنو سره مخامخ شوی، چې ډېلاوېر کې یې په کور کې نور پټ سندونه موندل شول.

د امريکا لوی څارنوال د دې مالومولو لپاره يوه ځانګړی پلاوی ټاکلی چې ایا ښاغلي بايډن د مرستيال ولسمشر دندې پر مهال د خپل پټ کاري ريکارډ سره په چلن قانون مات کړی، که څنګه.

د پټو اسنادو لومړۍ ټولګه د واشنګټن يوه څېړنيز مرکز کې د بایډن پخواني دفتر کې موندل شوې وه.