هند کې فرېبکاري؛ د اصلي دندې پرځای د تېرېدونکو اورګاډو د شمېرلو دنده ورکړل شوې وه

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

هندي پولیس پلازمېنه نوي ډیلي د دندې په تړاو یو غلووونکی شکایت څېړي چې ۲۸ کسان یې تېر ایستلي وو. دوی د یوه داسې فرېب ښکار شوي وو چې د اورګاډي تمځي کې یې څو ورځې د تلونکو او راتلونکو اورګاډو شمېرلو دنده مخته بېوله.

دې خلکو باور کاوه چې ګنې د هند د اورګاډي پټلۍ له یوه اړوند شرکت سره د دندې روزنه ورکول کېږي.

په پوځ‌ کې یوه پخواني چارواکي د دې فرېب په اړه خبر ورکړی و.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، هر یوه قرباني شوي کس د دندې موندلو بدل کې د ۲۰۰ زرو روپیو (۲۴۰۰ ډالرو) پیسې ورکړې دي.

د ډیلي پولیسو کې د اقتصادي جرم برخې د فرېب په دې مشکوکه قضیه کې تېره نومبر میاشت څېړنه پیل کړې ده.

له دې کسانو غوښتل شوي وو چې له تامیل نادو ایالت نه په ډیلي کې د یوې میاشتې لپاره هره ورځ اته ساعته د اورګاډي له بېلابېلو پټلیو سره کښېني.

فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، دغو کسانو په دې موده کې تېرېدونکي اورګاډي شمېرل.

دې کسانو ته ژمنه ورکړل شوې وه چې د اورګاډي اداره کې به د ټیکټونو د مفتشینو یا مرستیالانو یا هم د میرزا په توګه وګومارل شي.‌

یوه قرباني (ده انډین ایکسپرېس) ورځپاڼې ته ویلي، دی د دندې په لټه کې و چې له کورونا وبا وروسته د خپلې کورنۍ لپاره د روزۍ یوه سرچینه ومومي.

"د روزنې لپاره نوي ډیلي ته ولاړو، باید هلته مو اورګاډي شمېرلي وای. موږ ددغې روزنې په اړه مشکوک وو،‌ خو تورن فرېبکار زموږ د یوه ګاونډي ملګری و. اوس د شرم احساس کوم".

د پوځ یوه پخواني افسر چې دا شکایت یې پولیسو ته وړاندې کړی د هند "فرانس پرېس ټرسټ" ته ویلي، ده له هغو ځوانانو سره مرسته کوه چې د تامیل نادو ایالت له پلرنۍ سیمې ویرودونګر نه راغلي وو او د دندې په لټه کې وو.‌

دی زیاتوي، د سیوارامان په نامه یو کس یې ولید او ادعا یې کوله چې ګنې له چارواکو، وکیلانو او وزیرانو سره اړیکي لري، ده له دغو ځوانانو سره چې د دندې موندلو په لټه کې وو، د حکومتي کار پیدا کولو ژمنه وکړه.‌

بیا دې فرېبکار سړي د پولیسو یو افسر او نور قربانیان یوه بل کس ته معرفي کړل چې جعلي طبي ازموینې یې وکړي.

وروسته دا فرېبکار تری تم شوی او هېڅ د دوی ټیلیفون ته ځواب نه وايي.

ځینو قربانیانو ویلي، فرېبکارانو ته پیسې هم په پور اخیستې دي.

په هند کې تر ډېره په حکومتي دندو کې د فرېبکارۍ په اړه خلک پوهول کېږي، ځکه چې میلیونونه ځوانان د دایمي او خوندي دندو په لټه کې دي.

د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې، د سوېلي حیدر اباد ښار پولیسو وویل، دوه سړي یې نیولي چې باور کېږي کابو له سلو کسانو سره یې د اورګاډي پټلۍ شرکت کې د کار ورکولو فرېبکاري کړې وه.‌