د عکسونو البوم: د هند د اورګاډي له پېښې یوه ورځ وروسته هم مرستې روانې دي

د خپرېدو وخت

د هند د اترپردېش ایالت له کانپور ولسوالۍ سره نږدې د سپرلۍ اورګاډی د یکشنبې په ورځ چپه شو، دا مهال یې د مړو شمېر ۱۲۸ ته رسېدلی دی او د دوشنبې په ورځ هم مرستندویه هڅې ور سره روانې دي.

انڈیا ٹرین حادثہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند د اترپردېش ایالت له کانپور ولسوالۍ کې د چپه شوي اورګاډي د مړو شمېر ۱۲۸ ته رسېدلی دی او د دوشنبې په ورځ هم مرستندویه هڅې روانې دي.
انڈیا ٹرین حادثہ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د یکشنبې په ورځ د کانپور ښار په پوکرایا سیمه کې په ځايي وخت سهار درې نیمې بجې د سپرلۍ اورګاډي (اندور پټنه ایسکپرېس) څوارلس ډبې چپه شوې.
انڈیا ٹرین حادثہ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په مرستندویه هڅو کې پر پوځ سربېره د ټپلۍ او نورې ادارې برخه لري او دا هڅې تېره شپه هم روانې وې.
انڈیا ٹرین حادثہ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د هند د پټلۍ وزیر ویلي، د پټلۍ بورډ غړي د دې پېښې د لاملونو موندلو لپاره پلټنې کوي.
انڈیا ٹرین حادثہ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د دې اورګاډي یوه مساپر بي بي سي ته ویلي، "د شپې به نږدې درې بجې وي چې سخت درز شو، څو ډبې له پټلې وغړېدې او بیا هرې خوا ته غږونه و، پخپله مې څو مړي او ټپیان ولیدل".
انڈیا ٹرین حادثہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پټلۍ ویاند انیل سکسینا وايي، له کانپور د تېرېدونکو اورګاډو تګ یې بلې خوا ته ګرځولی دی.
انڈیا ٹرین حادثہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند د پټلۍ نظام پخوانی دی، لامله یې د اورګاډو پېښې دود خبره ده. د یوې شمېرې له مخې په هند کې هره ورځ ۲۳ میلیونه خلک په اورګاډو کې تګ راتګ کوي.