تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ د تر ټولو ستر ټلیسکوپ جوړونې چارې پیل شوې
د ۲۱ پيرۍ د یوې لویې ساینسي پروژې د کار د لومړي پړاو چارې نن "دوشنبه" پیل شوې. د ایس کې ای یا سکا په نامه د راډیويي وړانګو دا ټلیسکوپ به د نړۍ تر ټولو لوی هغه وي چې تر ۲۰۲۸ کاله به یې ټولې چارې بشپړې شي.
ددې ټلیسکوپ مرکزي دفتر چې په بریتانیا کې دی او په سویلي افریقا او استرالیا کې کاري مرکزونه لري، چې د فزیک علم د ګڼو پوښتنو ځواب وايي. دا به د انسټین د تیورۍ پر بنسټ په کره ډول ازموینې کوي او د ځمکنیو موجوداتو په تړاو به د هغه څه لټون کوي چې لا خو یې شونتیا نه وه.
له اتوو هیوادونو د ساینسيوهانو پلاوي چې ددغه پروژې چارې مخ ته وړي، د استرالیا په لویدیځ کې د مورچیسون سیمه کې او د سویلي افریقا په کاروو کې د پیل دستورو لپاره ګډون کوي.
له پیلیزو مراسمو وروسته به عملا بیلډوزرې د کار پیل ته رهي شي. د مالوماتو ټولوونکي مرکز مشر پروفیسور فیل دایموند وايي "دا شېبه واقعیت مومي. دا ۳۰ کلن سفر و، لس کاله پر نظرونو او پراختیايي فکر ولګېدل. لس کال پر ټکنالوژۍ کار وشو. وروستي لس کلونه پر بشپړ ډیزاین، د سایټونو په خوندي کولو او د حکومتونو پر هوکړې ولګېدل."
"ایس کې ای" د مالي لګښتونو د لګولو لپاره یوه اداره جوړه کړه. دغې ادارې بي بي سي ته وویل د ټلیسکوپ لومړني جوړښت کې زرګونه انتونونه وي چې د کریسمیس د ونو په څېر به ښکاري.
موخه داده چې د سلګونه زره کیلومټره مربع په کچ یوه سیمه د مالوماتو ټولونې د یوه مرکز لپاره چمتو شي. دا به سکا ته په فضا کې د پلټنو لپاره یوه جلا ځانګړنه او کاري ځواک ور وبخښي.
دا سیستم به د فریکوینسۍ په اډانه کې له ۵۰ میګاهرتزه تر ۲۵ ګیګا هرتزه کار وکړي. د څپو د اوږدوالي له پلوه به له سانتي متره تر متر اډانه ولري. دا هر څه به ټلیسکوپ د دې جوګه کړي چې له ځمکې په میلیاردونو کلونو واټن سره خورا کمزوري سیګنالونه کشف کړي.
په دې کې به هغه سیګنالونه هم وي چې د کائناتو له پيداښت را وروسته سلګونو میلیونو کلونو کې راوتلي. د سکا لپاره به یوه لویه ننګونه دا هم وي چې باید په کایناتو کې تر ټولود بډایه عنصر هایدروجن تاریخ بشپړ وڅېړي.
د ساینسي عملیاتو د څانګې مشر یې شاري برین وايي" سکا به د ستور پېژندنې ډیرو برخو کې مرسته وکړي."
دا ټلیسکوپ به په هغو سیمو کې جوړیږي چې پخوا د ستور پېژندنې د چارو لپاره کارول شوي، خو د جوړېدو لپاره د کروندګرو او د استرالیا په مورچیسون کې د بومي یا اصلي وګړو هوکړه مهمه ده.
پر دې ټلیسکوپ تراوسه شوی لګښت نژدې ۵۳۰ میلیون ډالره ښودل شوی او اټکل کیږي د چارو له بشپړېدو سره به یې لګښت څه باندې دوه میلیاردو ډالرو ته ورسیږي. د عملي کار لومړی ګام باید په ۲۰۲۴ کې پورته شي.
تر ۲۰۲۸ کاله به سکا د مالوماتو راټولولو ۵۰۰ سوه زره مربع متره پوښښ ولري، خو تیاری داسې هم شوی چې ښايي تر یو میلیون مربع متره پراخه شي.
په دې لویه پروژه کې جنوبي افریقا، استرالیا، انګلستان، چین، ایټالیا، هالنډ، پرتګال او سویس شوی تړون منلی او غړیتوب یې لري. فرانسه، هسپانیه او په دې وروستیو کې جرمني تر یوه بریده رسیدلي او کاناډا، هند، سویډن، سویلي کوریا او جاپان په ځینو وختونو کې د ملتیا څرګندونه کړې.
د پروژې سمبالګر وايي له نورو هیوادونو سره هم پر خبرو بوخت دي چې ورسره د څارونکو په توګه ملګري شي.