جیمز ویب؛ د نړۍ تر ټولو ستر ټلیسکوپ فضا ته وتوغول شو

د خپرېدو وخت

د تاریخ تر ټولو ستر فضايي ټلیسکوپ فضا ته وتوغول شو. دغه فضايي ټلیسکوپ چې د جیمز وېب په نوم یادیږي د لس میلیاردو ډالرو په لګښت چمتو شوی او په فرانسه کې د اریان اروپا نومي راکټ له لارې فضا ته وتوغول شو.

دغه ټلیسکوپ د امریکا د فضايي څېړنو ادارې ناسا د پخواني مشر جیمز وېب په نوم هغه ته د درناوي په موخه نومول شوی. په دې نومونې سره د نوموړي د هغو هڅو ستاینه شوې چې سپوږمۍ ته د انسان رسېدو ماموریت اپولو لپاره یې کړې وې.

د وخت له پلوه هم د دې ټلیسکو چمتو کولو ډېر وخت ونیو او په نږدې دېرش کاله کې بشپړ شو.

ساینسپوهان وایي چې تر اوسه د جیمز ویب ټلیسکوپ بشپړېدل او فضا ته یې استول د ۲۱مې پېړۍ یوه خورا مهمه لاسته راوړنه ده.

جیمز ویب به په فضايي څېړنو کې لویه ونډه ولري او دا امکانات به هم ولري چې ان تر ۱۳ نیم میلیارده کلونو مخکې پورې د لومړنیو ځلېدونکو ستورو او کهکشانونو تصویرونه واخلي.

د دې ترڅنګ د لېرې پرتو ستورو کې د ګازي نښو نښانو معلومولو وړتیا هم لري، او له دې لارې کولی شي هلته د احتمالي ژوند څرک معلوم کړي.

ساینسپوهان هیله من دي، چې دا ستر ټلیسکوف به د کایناتو هغه برخې هم برالا کړي، چې تر اوسه د بل ټلیسکوف نظر نه دی ور رسېدلی.

د امریکا د فضايي څېړونو ادارې ناسا مشر بېل نلسون ددې ټلیسکوپ په اړه ویلي چې دا داسې یو پرمختګ دی چې موږ ته د لویو خوبونو د رښتیا کېدو لپاره لاره هواروي.

دغه ټلیسکوپ د اروپا، امریکا او کاناډا د فضايي ادارو د ګډ کار په پایله کې جوړ شوی دی او د هبل نومي ټلیسکوپ ځای به نیسي چې ۳۱ کال وړاندې فضا ته استول شوی و.

د هغې ټلیسکوپ عمر ۳۱ کاله و خو د نوي فضايي ټلیسکوپ عمر سل اکله اټکل شوی دی.

بل توپير یې دادي د مخکني ټلیسکوپ هنداره دوه اعشاره څلور متره وه خو د جیمز ویب ټلیسکوپ د هندارې لوی وای شپږ اعشاره پنځه متره ده او طلايي رنګ لري.