رپوټونه: د روسیې په دوو پوځي هوايي ډګرونو کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

روسیه

د عکس سرچینه، PLANET LABS PBC

د خپرېدو وخت

رپوټونه وايي د روسیې په دوو پوځي هوايي ډګرونو کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده.

د روسیې دولتي رسنۍ وايي، د مسکو په سویل ختيځ کې د ریازان ښار ته څېرمه په یوه هوايي ډګر کې د تېلو یوه ټانګر چاودنې درې کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړې دي.

له دې سره د سراتوف په سیمه کې په یوه بل هوايي ډګر کې چاودنې دوه نور کسان هم ژوبل کړي.

تر دې دمه د چاودنو کره لامل نه دی مالوم شوی، دواړه سیمې د اوکرایین له پولې سل کیلو مټره لېري واټن کې پرتې دي.

باور دا دی چې د روسیې بمب غورځوونکې ستراتیژیکې الوتکې د ساراتوف په سیمه کې د انګلیس هوايي اډه کې ځای پر ځای شوې دي.

د ساراتوف سیمه ییز والي ویلي، امنیتي ځواکونه د پېښې د ځای پلټنه کوي، نوموړې دغه پېښه پر نظامي تاسیساتو برید یاد کړی.

رپوټونه وايي دې دوو پېښو داسې انګېرنې زیاتې کړي چې ښايي اوکرایین یې تر شا لاس ولري.

دا چاودنې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ د سټلایټ عکسونه خپاره شول چې پکې ښکارېدل د انګلیس په هوايي اډه کې د پوځي الوتکو فعالیت زیات شوی.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، د روسیې د ولسمشر ولادمير پوتین د دواړو پېښو په رامنځته کېدو خبر شوی.

ښاغلي پسکوف د دوشنبې پر ورځ رسنیو ته خبرو کې ویلي، د دغو دوو چاودنو په اړه مالومات نه لري او یوازې یې د رسنیو رپوټونه لیدلي.