د فنلنډ لومړۍ وزیره وايي، له امریکا پرته به اروپا له ستونزو سره لاس او ګرېوان شي

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
- Author, الېس ډاویس
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د فنلنډ لومړۍ وزیره سانا مارین ویلي، اروپا ''دومره ځواکمنه نه ده چې پر اوکرایین د روسیې یرغل ته په یوازې سر ودرېږي '' او په وینا یې پر امریکا متحدو ایالتونو به تکیه کوي.
نوموړې اسټرالیا ته د یوه سفر په ترڅ کې ویلي، د اروپا دفاع باید پیاوړې شي.
اغلې مارین وايي: ''زه باید په سختۍ سره له تاسو سره رښتینې واوسم، اروپا اوسمهال کافي ځواکمنه نه ده، موږ به له امریکا متحدو ایالتونو پرته له ستونزو سره لاس او ګرېوان یو. ''
د یادونې ده، چې امریکا متحده ایالتونه تر اوسه د هغو هېوادونو په کتار کې لومړی ځای لري، چې له اوکرایین سره پوځي مرستې کوي. د بریتانیا پارلمان کې د استازو جرګې یوه موندنه چې تېره میاشت ترسره شوه ښيي چې امریکا د اوکرایین جګړې له پیل راهیسې له دې هېواد سره نژدې اتلس اعشاریه شپږ میلیارده ډالره مرسته کړې.
د کیېل نړیوال اقتصادي انسټیټیوټ مسوولینو په وینا دې لړ کې دویم ځای اروپايي ټولنه او ورپسې بریتانیا لري.
اغلې مارین په دې هکله وايي: ''په داسې حال کې چې اوکرایین سره له مرستې وروسته د اروپايي هېوادونو پوځي تجیزاتو زېرمې په تشېدو دي، د اروپا دفاع لپاره باید نور ډېر څه وشي. ''
نوموړي په سډني کې یوه فکري مرکز ته وینا کې زیاته کړه: ''امریکا متحدو ایالتونو له اوکرایین سره د وسلو ډېره مرسته کړې، پریمانه اقتصادي مرسته یې کړې، پریمانه بشري مرسته یې کړې او اروپا تر اوسه کافي ځواکمنه نه ده. '' د نوموړې په وینا کله چې د اروپا د دفاع خبره کېږي، باید اروپایان د دفاعي سکتور او بېلا بېلو وضعیتونو سمبالښت لپاره اړینې وړتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې ده چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل حکومت پر مهال د ناټو پر غړو اروپايي هېوادونو له دې کبله نیوکې کولې چې د ده په وینا د دفاع لړ کې کافي لګښتونه نه کوي.
د ۲۰۲۰ کال اټکلیزو شمېرو له مخې امریکا د خپل مجموعي ملي عاید (جي ډي پي) درې اعشاریه اووه سلنه پر دفاع لګوله او د ناټو غړو اروپايي هېوادونو (او کاناډا) لپاره دا اوسط یو اعشاریه ۷۷ سلنې ته رسېده.

پر اروپايي هېوادونو نیوکې
د فنلډ لومړۍ وزیرې په خپله وینا کې د ځینې اروپايي هېوادونو پر هغه هڅو هم نیوکې وکړې چې په تېرو څو لسیزو کې یې له روسیې سره د نژدې اړیکو لپاره کړې دي. هغې وویل: ''تر اوږدې مودې پورې اوروپا د روسیې لپاره ستراتیژي چمتو کوله... چې له روسیې سونتوکي رانیسي او دا اړیکي ورسره نژدې کړي او موږ فکر کاوه، چې دا به د جګړې مخه ونیسي. ''
خو د هغې په خبره د ''فکر دا انداز په بشپړه توګه ناسم ثابت شو. ''
د اغلې مارین په وینا اروپایانو باید د پولنډ او بالکان ایالتونو په څېر هېوادونو چارواکو خبره اورېدلې وای، چې ویل یې '' روسیه د اقتصادي اړیکو پرواه نه کوي، دوی د بندیزونو په کیسه کې نه دي '' کله چې پر اوکرایین د یرغل خبره راځي، نو ''دوی د دې یوه هم پرواه نه کوي. ''


















