د زېلېنسکي سلاکار وايي، په اوکرایین جګړه کې تر ۱۳۰۰۰ پورې جنګیالي وژل شوي دي

په دې تصویر کې د یوه لوړپوړي اوکراییني پوځي افسر یوري چرنینکو وروستي مراسم لیدل کېږي چې نومبر کې ترسره شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې تصویر کې د یوه لوړپوړي اوکراییني پوځي افسر یوري چرنینکو وروستي مراسم لیدل کېږي چې نومبر کې ترسره شول.
د خپرېدو وخت

یو لوړپوړی چارواکی وايي، پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې تر ۱۳۰۰۰ پورې اوکراییني پوځيان وژل شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي یو سلاکار مېخایلو پودولیاک وايي، د مړو شویو پوځیانو شمېر د ۱۰ او ۱۳ زره تنو تر منځ دی. په اوکرایین کې د جګړې تلفاتو په هکله شمېرې بیانول کمسارې ده او د دې هېواد پوځ د ښاغلي پودولیاک څرګندونې نه دي تائید کړې. نوموړي له دې مخکې په جون میاشت کې ویلي و، چې هره ورځ د ۱۰۰ او ۲۰۰ تر منځ اوکراییني پوځيان مري.

تېره میاشت د امریکا تر ټولو لوړپوړي جنرال مارک میلي ویلي و، د جګړې له پیل راهیسې تر ۱۰۰ زرو پورې روسي او همدومره اوکراییني پوځیان یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د چهارشنبې پر ورځ بیا په یوه ویډیويي وینا کې د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا ون دیرلین وویل، د اوکرایین ۱۰۰ تنه پوځيان وژل شوي دي. خو له هغه وروسته د اروپايي کمېسیون یوه ویندوی وویل، دا یوه تېروتنه وه او هغه شمېر چې یاد شوی، د ټولو وژل شویو او ټپي شویو پوځيانو یادونه کوي.

بل لور د اوکرایین له ۲۴ ټلویزیوني چېنل سره خبرو کې ښاغلي پودولیاک وویل: ''کیېف برالا د وژل شویو شمېر په هکله خبرې کوي. موږ د (پوځي) مرکز ارزونې لرو، موږ د اعلی سر قومندان (ولسمشر زېلېنسکي) ارزونه لرو او دا د وژل شویو شمېر له لسو زرو تر ۱۲ زره پنځه سوه یا ۱۳۰۰۰ کسانو پورې ښيي. ''

نوموړي زیاته کړه، د وژل شویو ملکي کسانو شمېر ''پاموړ زیات '' کېدای شي. د یادونې ده چې بي بي سي د تېرې جون میاشتې تر نیمايي پورې په اوکرایین جګړه کې ۳۶۰۰ ملکي کسانو د وژل کېدو تائید شوی شمېر معلوم کړی، چې ښايي اوس دا شمېر زیات شوی وي.

ښاغلي پودولیاک په خپلو خبرو کې وویل، د تېرې فبرورۍ پر ۲۴ مه د اوکرایین جګړې له پیل راهیسې تر ۱۰۰ زرو پورې روسي پوځیان وژل شوي، تر ۱۵۰ زرو پورې نور ټپیان شوي او یا داسې تري تم شوي چې بیا د جګړې ډګر ته نه دي ستانه شوي.

د بي بي سي روسي ژبې څانګې شمېرې ښيي چې ۹۳۱۱ روسي پوځيان چې د ټولو منصبونو افسران او سرتېري پکې شامل دي وژل شوي دي، خو رښتینې شمېرې ښايي تر ۱۸۶۰۰ هم زیاتې وي.