رپوټ: هغه ایرانی وژل شوی چې فوټبال سیالیو کې یې د ایران لوبډلې پر ماتې خوښي کوله

د ویډیو تشریح، د فوټبال نړیوال جام له سیالیو د ایران لوبډلې له وتلو وروسته په تهران کې د خلکو خوښۍ لمانځلو رپوټونه ورکړل شوي.
    • Author, ډېوډ ګریتین
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

رپوټونو کې ویل شوي، ایران کې یو کس هغه مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی، چې حکومت ضد مظاهره کوونکو د فوټبال نړیوال جام له سیالیو د ایران لوبډلې وتلو خوشي لمانځله.

فعالان وايي، مهران ساماک هغه مهال په بندر انزیل سیمه کې په ډزو پر سر وویشتل شو، چې د خپل ګاډي هارن یې وغږاوه. په ځینو نورو ښارونو کې ثبت شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې خلک په لارو کوڅو کې خوښي کوي او ناڅي.

ګڼ شمېر ایرانیانو په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د ایران ملي لوبډلې له ملاتړه انکار کړی او په وینا یې دا لوبډله د اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي.

د امریکا پر وړاندې د ایران لوبډلې له صفر - یو ماتې وروسته د دولت اړوند رسنیو بیا په ایران کې دننه او بهر مخالف قوتونه تورن کړي چې ګواکې پر لوبغاړو یې فشار ډېر کړی و.

فعالان وايي، امینتي ځواکونو پر مهران ساماک له دې کبله ډزې کړې چې د احتجاج په توګه یې د ګاډي هارن غږولی و.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، فعالان وايي، امینتي ځواکونو پر مهران ساماک له دې کبله ډزې کړې چې د احتجاج په توګه یې د ګاډي هارن غږولی و.

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې ۱۰ اونۍ مخکې د تهران پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې ښځې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوې. د رپوټونو له مخې مهسا امیني د ایران اخلاقي فساد مخنیوي پولیسو له دې کبله نیولې وه، چې د جبري حجاب له سختو قوانینو یې سرغړوونه کړې او ټيکری یې سم نه دی پر سر کړی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

1px transparent line

د یادونې ده، چې د ایران فوټبال ملي لوبډلې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو لومړي سر کې له انګلنډ سره له د لوبې له پیل مخکې د ملي ترانې له ویلو انکار کړی و، چې په سمبولیکه بڼه له حکومت ضد مظاهره کوونکو سره د لوبغاړو همغږي بلل کېده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

ایران هغه لوبه هم د دوو په مقابل کې په شپږ ګولونو بایللې وه. خو ایران لوبډلې بیا د ویلز لوبډلې او امریکا لوبډلې پر وړاندې له لوبو مخکې د ایران ملي ترانه وویله.

که څه هم داسې رپوټونه شته چې ایران لوبډله د چارواکو تر سخت فشار لاندې وه، خو ځینو حکومت ضد مظاهره کوونکو دا له خپل هدف سره د خیانت په توګه تعبیر کړی دی.

1px transparent line