د فوټبال نړيوال جام: قطر مېلمنو ته کافي ځايونه نه لري

د ویډیو تشریح، د فوټبال نړيوال جام: قطر مېلمنو ته کافي ځايونه نه لري
د خپرېدو وخت

د فوټبال راتلونکي نړیوال جام ته انتظار تقریبا پای ته رسېدلی دی. په دوو میاشتو کې به، تر ټولو کوچني هېواد قطر د دې لوبو کوربه شي خو د انتظار دا موده له نیوکو او ادعاو ډکه وه.

اوس ویل کېږي چې کوربه هېواد ټولو ورتلونکو مېلمنو لپاره، اوسېدو ته، کافي ځایونه نلري.

دغه هېواد ته چې ټول نفوس یې تر درې میلیونو کم دی، یو عشاریه دوه میلیون مېلمانه ورځي.