د فیلیپین نالګي توپان او سېلابونو لسګونه تنه وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکي وايي فیلیپین کې سخت استوايي توپان لږ تر لږه ۴۵ تنه وژلي، سېلابونه راوتلي او د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د ځمکې ښویېدو پېښې هم رامنځ ته شوې دي.
په نالګي کې د توپان څپې تر ټولو لویې او سختې وې، چې هلته یې مینداناو ټاپو کې ډېره ویجاړي جوړه کړې ده.
په کوتاباتو ښار او شاوخوا سیمو کې هم پراخ سېلابونه راوتلي دي.
د نالګي په نامه دا توپان شمال ته هم غځېدلی او اټکل دی چې پلازمېنه مانیلا کې ډېر بارانونه وشي.
ژغورندویانو د ګڼو وژل شویو خلکو مړي تر ځمکې ښویېدو وروسته له خټو رایستلي دي.
هلته په یوه ګړۍ کې د توپان د چټکۍ کچ ۹۵ کیلومتره (یوه ساعت کې ۵۹ میله) اټکل شوی دی.
سمندر مورګو ساتونکو د بېړیو تګ راتګ ځنډولی دی. هلته ګڼ خلک په بېړیو کې ورځنی تګ راتګ کوي.
له سمندرغاړو سیمو ګڼ خلک خوندي ځایونو او سرپناګانو ته لېږدول شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ سخت بارانونه وشول او اټکل کېده چې د روانې اونۍ پای کې به پلازمېنې ته ورسېږي.
توپان د ښوونځیو د بندېدو او د ترانسپورت د درېدو لامل شوی دی.
د شنبې په ورځ وختي چارواکو وویل، د وژل شویو کسانو شمېر ۷۲ ته رسېدلی، خو پر دې شمېره له سره غور کېدای شي.

د عکس سرچینه، Reuters
فیلیپین معمولاً هر کال له استوايي توپان او بادونو ځورېږي.
هلته توپان او بادونه له ارام سمندر راځي، او نالګي توپان یې - چې د اندازې له اړخه لوی دی او ټول هېواد ته غځېږي- خو ډېر مشهور توپان نه ګڼل کېږي.
د فیلیپین ډېری سیمو کې د تېز باران لوړه کچه ثبت شوې ده. هلته توپانونه، سېلابونه او د ځمکې ښویېدل تل لوی خطر ګڼل کېږي، ځکه چې د دې هېواد جغرافیه ثابته نه ده او له غرونو یې ځنګلونه وهل کېږي.
د لویو اورشیندو ځای ته نژدې د احتمالي خټو ښویېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.



















