فیلیپين کې توپان تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د فیليپین په سوېل کې توپان لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي او لسګونه نور لادرکه دي. د تمبین په نوم دا توپان د سېلونو راوتلو او ځمکښویېدنې لامل شوی چې په مینداناو ټاپو کې یې زښت ډېرې خټې جوړې کړې.
پیاګاپو او توبو ډېر زیانمن شوي ښارونه دي. هلته د ډبرو ښویېدو له کبله ګڼ کورونه ویجاړ شوي.
د دې توپان چټکوالی په یوه ساعت کې ۸۰ کیلومتره و.
یاد توپان د مینداناو له ټاپو راپورته شوی او اوس د لوېدیځ په لور روان دی. اټکل شوی درې ورځې وروسته ویتنام ته ورسېږي.
دغو توپانونو په ځلونو فیلیپين ته ډېر زیان اړولی، خو د مینداناو ټاپو کې معمولاً دا ډول توپانونه نه راتلل.
هغه کلي اوبو وړي چې د توپان په مخه کې پراته وو.
ژغورندویانو د هغو کسانو د ژغورلو هڅه کوي، چې په خټو کې نښتي، خو د سیمې ځمکني شرایط، برېښنا پرچاوي او د مخابراتي سیستم نشتوالي، د دوی کار له خنډ سره مخامخ کړی.
تېره اونۍ یو بل توپان هم لسګونه کسان وژلي وو.


















