فلیپین کې سمندري توپان ۲۰۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
فلپین کې چارواکي وايي، د هېواد سویلي سیمو کې یوه توپان له ۲۰۰ ډېر کسان وژلي او ۱۵۰ نور بې درکه دي. د بېړنیو چارو ځايي چارواکو ویلي، ټیمبن نومي توپان د مندوانا ټاپو ځینو برخو ته له ځان سره سیلاب راوړی، ځمکه ښوېدلې او له کبله یې توبود او پیاګاپو نومې سیمو کې زیانونه اوښتي دي.
د چارواکو په وینا د دغو سیمو ځینې کورونه تر خاورو لاندې شوي دي. له ګڼو بارانونو وروسته سیمه کې برېښنا پرچاو شوې او د تګ راتګ لارې تړل شوې دي، چې له کبله یې د مرستو رسولو کې هم ستونزې پیدا شوې.
د هوا پېژندنې ځايي اداره وايي، د توپان سرعت یا چټکتیا په یوه ساعت کې ۸۰ کیلومترو ته رسېده او اوس په سویل کې د پلاوان سیمې پر لور روان دی.
ویل کېږي دغه توپان به درې ورځې وروسته د ویتنام سویلي سیمو ته ورسېږي. مندوانا کې د جمعې پر ورځ بېړنی حالت اعلان شوی دی.
فلپین کې سمندري توپانونه معمول دي، خو مندوانا سیمه تېر کې له دې توپانونو ډېره نه وه اغېزمنه شوې.
تېره اونۍ د فلپین مرکزي سیمې کای تیک نومي توپان وځپلې او لسګونه کسان یې ووژل. دغه سیمه کې د ۲۰۱۳ کال له زورور توپان وروسته د بیا رغونې چارې اوس هم کېږي، چې له پینځه زره ډېر انسانان پکې وژل شوي وو.


















