د سعودي پاچا ملک سلمان وايي ایران دې پر خپلو اټومي ژمنو ودرېږي

ملک سلمان

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان له ایران غوښتي چې پر خپلو اټومي ژمنو ولاړ پاتې شي او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره دې همکاري وکړي.

ملک سلمان دا موضوع د سعودي عربستان د شورا مجلس د دریم کال اتمې دورې د پرانیستې پیغام کې مطرح کړې.

نوموړي دغه پیغام کې وویل چې سعودي عربستان د سولې منځګړی دی او په دې تړاو یې له روسیې د اوکرایین د جنګي بندیانو خوشې کېدو لپاره د خپل زوی ولیعهد محمد بن سلمان هڅو ته اشاره وکړه.

ملک سلمان همدا راز زیاته کړې چې هېواد یې نړۍ کې د تېلو او انرژۍ بازار کې د تعادل او ټیکاو هڅه او ملاتړ کوي.

ریاض تر دې وړاندې هم په وار وار د سیمې پر وړاندې د ایران چلند د بدلېدو او د خپل دغه سیال د اټومي فعالیتونو محدودېدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تهران د نړۍ ځواکمنو هېوادونو سره اټومي خبرو کې د ستونزو او خنډونو له دوام سره خپل اټومي فعالیتونه پراخ کړي.

په دې لړ کې همدا څو ورځې وړاندې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یوه راپور کې وویل چې ایران د نطنز او فردو تر ځمکې لاندې اټومي تاسیساتو کې د یورانیمو بډاینې چارې پراخې کړې دي.

سلمان

د عکس سرچینه، Anadolu Agency

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې داسې انګېرل کېده چې ګوندې امریکا او ایران د اټومي تړون ژمنتیا ته د بېرته ګرځېدو پر سر هوکړې ته نږدې شوي، خو عملآ دا هوکړه ونه شوه.‌

اوس داسې ښکاري چې ایران کې روانو دولت ضد اعتراضونو لوېدیځ سره د دغه هېواد پر اټومي مذاکراتو سیوری غوړولی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې دمګړۍ یې تمرکز د ایران اټومي هوکړې ته پر بېرته ورګرځېدو نه، بلکې دغه هېواد کې د احتجاج کوونکو د ملاتړ پر څرنګوالي دی.