هند کې د حجاب پر سر ناندرۍ؛ ستره محکمه کې دوو قاضیانو مخالف نظرونه ورکړي

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د هند ستره محکمه تر اوسه په دې پرېکړه کې پاتې راغلې چې آیا مسلمانو زده کوونکو او محصلینو ته په ټولګي کې د حجاب اغوستلو اجازه شته که نه.

ستره محکمه کې پر دغې پرېکړه د قاضیانو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی او دوو قاضیانو یې په اړه مخالف نظرونه ورکړي.

یوه قاضي د مارچ په میاشت د کرناټک سترې محکمې هغه حکم تایید کړی و چې ویلی یې و حجاب د اسلام لپاره "ضروري" نه دی.

بل قاضي بیا د محکمي دغه پرېکړه ناسمه بللې و او ویلي دي چې حجاب کول د هر چا خپل انتخاب دی.

تمه وه چې د محکمې پرېکړه به هغه ناندرۍ ختموي چې د لسو میاشتو راهیسې روانې دي.

خو د پنج شنبې د ورځې پرېکړه په دې مانا ده چې د حجاب پر سر ناندرۍ به د هند وګړي او قضایه قوه سره ښکیل کړي، ‌دا ځکه چې قاضیان په یوې پرېکړې سره یوه خوله نه دي، اوس یې د هند له لویې څارنوالۍ غوښتي چې قضیه لویو قضايي مراجعو ته وړاندې کړي.

تمه کېده چې همینت ګوپتا چې د دوو مخالفو رایو درلودونکي قاضیانو مشري یې کوله د سترې محکمې پرېکړه ومني.

د محکمې د جلسې پر مهال د نوموړي څرګندونې د خبرونو سر ټکي شول، هغه په خپلو خبرو کې نورو قاضیانو په اشارې وویل " تاسې دا په یوې غیر منطقي خبرې پای ته نه شئ رسولی" او له هغه یې وپوښتل چې آیا د اغوستو حق کې د نه اغوستو حق نه شي شاملېدای؟

هند

د عکس سرچینه، mesh Marpally

د سودانشو دولیا په نامه دویم قاضي په خپل حکم کې وویل چې سترې محکمې د دې په اړه چې حجاب یو اړین مذهبي امر دی او کول او نه کول یې د هر چا انتخاب دی ناسمه پرېکړه کړې.

د حجاب پر سر دغه ناندرۍ هغه مهال راپورته شوي چې د روان کال پیل کې د کرناټک سویلي ایالت کې د اودوپي په سیمه کې یوه دولتي ښوونځي شپږ نجونې د حجاب اغوستو له امله ټولګي ته له ننوتو منع کړې.

ښوونځي د دغې خبرې په غبرګون کې ویلي و چې دوی یوازې له زده کوونکو غوښتي و چې په ټولګې کې خپل حجاب لري کړي خو زده کوونکې وايي چې باید د ټولګي دننه هم د حجاب اغوستو اجازه ورکړل شي ځکه چې ځينې ښوونکي یې نارینه دي.

مسلمانو احتجاج کوونکو دغه پرېکړه ننګولې وه او ویلي یې و چې دا ښکاره تبعیض دی او د بیان ازادۍ او مذهب برخه کې د دوی د حق خلاف کار دی.

دوی ویل چې د هند اساسي قانون دوی ته دا حق ورکړی چې د خپلې خوښې جامې واغوندي او له مذهبي اړخه اړ دي چې باید حجاب وکړي.

Protestors in Shivamogga

د عکس سرچینه، Shimoga Nandan

حکومت بیا د دغې مسلې په تړاو ویلي و چې ښوونځي او کالجونه حق لري چې محصلینو او زده کوونکو ته یونیفورم وټاکي او دا خبره د دوی ادعا هم تر پوښتنې لاندې راولي چې حجاب د دوی مذهبي اړتیا ده.

محکمې هم پرېکړه کړې وه چې حکومت حق لري زده کوونکو ته ځانګړې یونیفورم وټاکي او حجاب کړې نجونې ټولګي ته له راتلو منع کړي.

د کرناټک سترې محکمې چې د استیناف حکم یې تایید کړي و د قران او نورو اسلامي متونو په حواله ویلي و چې حجاب اغوستل اړین دیني عمل نه دی او په نه اغوستلو یې څوک نه "ګنهګارېږي".

د محکمې دغه پرېکړه د دي لامل شوه چې ګڼې مسلمانې ښځې له ټولګیو ووځي او آن ازموینو ته هم حاضرې نه شي.

د هند کرناټک ایالت محصلینو د څو اوونیو لپاره په خپل پوهنځي کې پر حجاب د بندیز پر ضد احتجاجونه وکړل.

له دې سره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هم د بشري حقونو فعالینو غبرګونونه وښودل چې په دوی کې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم وه. هغې دا بندیز 'بوږنوونکی' بللی و.

د دې بندیز له کبله په کرناټک ایالت کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پېښو رپوټونه ورکړل شول او له همدې کبله د ایالت ښوونځي وتړل شول.