هندۍ محکمې په تعلیمي ادارو کې پر حجاب د بندیز ملاتړ وکړ

د هندي ایالت په ښوونځیو کې پر حجاب بندیز د پراخو مظاهرو لامل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هندي ایالت په ښوونځیو کې پر حجاب بندیز د پراخو مظاهرو لامل شو.
د خپرېدو وخت

په هند کې یوې عالي محکمې ویلي، په اسلام کې حجاب ''ضروري '' نه دی او دې سره په هندي ښوونځیو کې د حجاب اجازې نه ورکولو ته لار هواره شوې.

د محکمې دا پرېکړه په داسې حال کې مخې ته راځي، چې په کرناټک ایالت کې پر همدې موضوع پراخې ناندرۍ رامنځته شوې.

په جنورۍ کې د همدې ایالت یوې لیسې مسوولینو مسلمانې نجونې په ټولګي کې د حجاب له کارولو منع کړې، چې له کبله یې پراخې مظاهرې وشوې.

له احتجاجونو وروسته د ایالت ښوونځي او کالجونه تر څو ورځو پورې تړلي پاتې شول.

پرون دوشنبه بیا ځايي چارواکو د محکمې له پرېکړې مخکې د ګڼو کسانو پر یو ځای کېدو بندیز ولګاوه او په ځينو سیمو کې یې ښوونځي وتړل.

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، ایالتي حکومت حق لري چې ''پر بنسټیزو حقونو د منطقي محدودیتونو لړ کې '' د زدکوونکو لپاره یونیفورم ''وړاندیز '' کړي.

دا موضوع د ګڼ شمېر کسانو له یوې عریضې وروسته چې وايي، د هند په اساسي قانون کې د بنسټیزو حقونو له مخې د ټیکري پرسرولو حق ورکړل شوی، محکمې ته ورسېده.

له هغه وروسته درې کسیز قضايي پلاوي یو موقت امر وکړ، چې پکې ویل شوي وو، زدکوونکي او محصلین د محکمې پرېکړې تر مهال د حجاب په ګډون هېڅ ډول مذهبي کالي نه شي کارولای.

هند

د عکس سرچینه، mesh Marpally

د محکمې له هغې موقتې پرېکړې وروسته ګڼ شمېر مسلمانې نجونې اړې شوې، چې ټولګیو کې ګډون و نه کړي، او ځینې یې ان په ازموینو کې له برخې اخیستو محرومې پاتې شوې.

په دې تړاو هند د نظر پراخ اختلاف رامنځته شو او ځینو داسې فکر کاوه، چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي د هندو توکمپال حکومت لخوا د هندي مسلمانانو څنډې ته کولو یوه بله هڅه ده.

دا لانجه په لومړي سر کې د کرناټک ایالت له یوه دولتي پوهنځي پیل شوه، چې شپږ مسلمانو نجونو ته یې له حجاب سره په ټولګي کې د کېناستو اجازه ور نه کړه.