د هغه ځوان کیسه چې د 'پوډکاسټ' ډرامې په برکت له زندانه راووت

په ۲۰۰۰ کال کله چې عدنان سید سپین وخېژول شو، له خوښۍ ډک غبرګون یې وښود.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۰۰ کال کله چې عدنان سید سپین وخېژول شو، له خوښۍ ډک غبرګون یې وښود.
    • Author, چیلسي بيلي
    • دنده, بي بي سي نيوز - واشنګټن
  • د خپرېدو وخت

په ۲۰۰۰ کال کې عدنان سید چې هغه وخت د امریکا میریلېنډ ایالت بالیتمور ښار کې د لېسې زدکوونکی و، د خپلې مخکنۍ ملګرې های مېن لي په وژنه تورن شوی و.

دا کیسه امریکا کې د خبرونو سرټکی شو، داسې چې څارنوالۍ ښاغلی سید یو سخت انسان معرفي کړ چې غیرت یې په وحشیانه ډول د کوچنۍ ملګرې د وژلو لامل شو.

په تېره دوشنبه، قاضي له هغه د تورونو لیرې کولو امر وکړ او څارنوالۍ ته یې وخت ورکړ که کومه ادعا لري نو د سید پر وړاندې یې دې رامخې ته کړي.

سید ټیک ۲۵ کاله ځان بې ګنا باله، د هغه قضیه کې د نااټکل شوې سرچینې (پوډکاسټ) ملاتړ هم و.

پوډکاسټ سریال څه دی او څنګه پیل شو؟

زندان ته د سید له داخلېدو لس کاله وروسته،‌ د بالتیمور یوه وکیل او د سید د کورنۍ ملګري ربیع چوهدري خبریالې (سارا کوینګ) ته یو برېښنالیک واستاوه او د لي د قتل قضیه کې یې د څېړنو غوښتنه ترې وکړه.

دې لیک د پوډ کاسټ‌ (سریال) په لومړي موسم راوتلو کې مرسته وکړه. پوډکاسټ لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې خپور شو.‌

های مېن لي چا وژلې؟

Image shows Sarah Koenig in 2015

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساره کوینګ پوډکاسټ سریال وړاندې کوي

دا اساسي پوښتنه ده چې پوډکاسټ پرې راڅرخي. کوینګ په لومړۍ حلقه کې وايي "تېر یوه کال کې، هره ورځ پر دې تېرېږي چې په لېسه کې دا زدکوونکی د ۱۹۹۹ کال یوه ورځ کې له ښوونځي تر رخصتېدو وروسته چېرې ولاړ".

ستونزه دا وه هغه (ماشومان) چې مرکې ورسره شوې، اوس بالغ شوي او خبرې یې بدلې شوې دي.

په څو میاشتو کې د دې قضیې په اړه د خلکو بېلابېل نظرونه راغلل.‌

د سریال لومړۍ برخه تر ۳۰۰ میلیون ډېر ځله ډونلوډ شوې ده او دا په نړۍ کې تر ټولو ډېر خوښ شوی او کتل شوی سریال ګڼل شوی دی.