د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷مه غونډه د سرمُنشي ګوتیریش په وینا پیل شوه

عمومي منښي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/gettyimage

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷مه غونډه نن سه شنبه نیو یارک کې د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش په وینا پیل شوه او څو ورځې به دوام کوي.

پر اوکرایین د روسیې یرغل او نړۍ کې د خوړو کموالي کړکېچ هغه مهم موضوعات دي چې ویناوالو او د مشرانو کتنو کې به یې په اړه خبرې کېږي.

سږ کال به هم هېڅوک د افغانستان د مشر په توګه د عمومي اسمبلۍ غونډه کې ګډون نه کوي، خو ناتائید شوي رپوټونه وایي، ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق ښایي عمومي اسمبلۍ ته د خپل هېواد په استازیتوب وینا وکړي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم طالبانو ته نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي خپله پرانیسوتونکې وینا کې نیوکه وکړه چې نړۍ کې سولې او امنیت ته ورپېښو ګواښونو او د کړکېچ مخنیوي لړ کې د ملګرو ملتونو بسپنې غوښتنه بې ځوابه پاتې شوې.

ښاغلي ګوتیرش دې لړ کې د افغانستان یادونه هم وکړه، او په وینا یې د افغانستان اقتصادي وضعیت او په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خواشینونکی دی.

نوموړي وویل: "د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دی، نیمايي افغانان له همدې کبله د لوږې انتها ته رسېدلي، په دې هېواد کې بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي".

ملګرو ملتونو عمومي غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي ګوتېرېش خپله وینا کې په نړۍ کې د لوږې مخنیوی او د سولې او ثبات راتګ هغه څه وبلل چې باید پرې ټوله نړیواله ټولنه یوه خوله شي او د ملګرو ملتونو له چارټر سره سم هڅې روانې وساتل شي.

نوموړي پر اوکرایین د روسیې یرغل په ګډون د نړۍ بېلا بېلو برخو کې د هغو جګړو یادونه وکړه، چې له کبله یې په ځانګړې توګه د زیانمنېدونکو ملکي خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د ښاغلي ګوتېرش په وینا د اوکرایین جګړه نه یوازې په اوکرایین کې د زرګونو کسانو وژل کېدو او میلیونونو بې ځایه کېدو لامل ده، بلکې له روسیې او اوکرایینه د غلو دانو په لېږد، رالېږد کې خنډونه د دې لامل کېږي، چې راتلونکی ژمی به د نړۍ په ډېری برخو کې خورا سخت او د 'نارضاتۍ ' وي او میلیونونه انسانان به اغېزمن شي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې لویو نړیوالو مرستندویه پر بډایو هېوادونو غږ کړی چې نړۍ د لوږې د مخ په پراخېدونکي کړکیچ مخنیوي لپاره لاس په کار شي.