جیمز وېب ټېلېسکوپ د نپتون زړه راښکونکي انځورونه خپاره کړي

د عکس سرچینه، NASA/ESA/CSA/STScI
د جیمز ویب فضايي ټېلېسکوپ چې وروستیو کې فضا ته توغول شوی و د نپتون حیرانوونکي انځورونه خپاره کړې دي.
دغو انفرارېد انځورونو کې نپتون هغو ښکاره ځانګړنو سره لیدلی کېږي چې له دې وړاندې په ۱۹۸۹ کال کې څېړونکو په دې بڼه نه وه لیدلی.
ساینس پوهان همدا راز د وريځو جوړښت ته ډېر لیواله دي چې له مخې یې د نپتون فضايي جوړښت په اړه په ډېر څه پوه شي.
ساینس پوهان وايي له ځمکې پرته په ۱۴ سیارو تر منځ په اوو لویو هغو کې تریتون تر ټولو مهمه سیاره بلل کېږي.
نپتون د ویب په انځورونو کې د ستوري په څېر ښکاري دا ځکه چې نیپتون د ټېلېسکوپ په اخیستل شویو انځورونو کې د انفرارېد څپو په اوږدو کې د میتان ګاز د جذب له امله تیاره رنګه ښکاري.
خو له بل پلوه تریتون بیا په منځني کچه د لمر ۷۰ سلنه رڼا چې د هغې په سړه برخه لګېږي منعکس کوي نو ځکه په ډېر روښانه رنګ کې ښکاري.
د لستر پوهنتون پروفیسر فلچر بي بي سي سره خبرو کې ویلي:"د حیرانۍ خبره ده چې دا ګورو، موږ داسې څه موندلی چې له دې مخکې هیڅ چا نه دي موندلي."
نوموړی زیاتوي:"عالي ده چې ګورم هر څه حیرانوونکي دي"

د عکس سرچینه، NASA/ESA/CSA/STScI
نپتون د شمسي نظام باندنۍ سیاره ده، له اورانوس او زحل وروسته دا د شمسي نظام تر ټولو لویه سیاره بلل کېږي.
تپتون د ۴،۵ میلیارد لیکومټره په واټن کې د لمر شاوخوا ګرځي او ۱۶۴،۸ کاله وخت نیسي چې د لمر چارچاپېره خپله یوه دوره بشپړه کړي.
د شمسي نظام د نورو لویو سیارو په څېر د دې سیارې اتموسفیر هم هایدروجن او هیلیوم لري خو په زیاته اندازه یخ، اوبه، میتان او امونیاک هم پکې شته.
د نپتون ډبلوالی(قطر) د ځمکې څلور برابره یا نږدې ۵۰۰۰۰ کیلومټره دی.
د جیمز وېب فضايي ټلېسکوپ له دې وړاندې د کایناتو حیرانوونکي انځورونه هم خپاره کړي و چې نړۍ یې حیرانه کړه.
جیمز ویب ټېلېسکوپ چې د ۱۰ میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوی د تېر کال په دسمبر کې فضا ته ولېږدول شو.
دغه ټېلسکوپ د هابل ټېلېسکوپ فضايي میراث تعقیبوي.
هابل ټلېسکوپ د دې لپاره جوړشوی و چې د لیدلو وړ وړانګي روښانه کړي، هغه وړانګي چې موږ یې په سترګو لیدلی شو خو جیمز ویب ټېلیسکوپ د اوږدو څپو وړانګو د لیدلولپاره جوړ شوی. هغه څپې چې له خوا لېري سیارو موږ ته رارسېږي خو موږ یې په سترګو نه شو لیدلی.
جیمز ویب ټېلیسکوپ یو نړیوال ماموریت دی چې مشري یې د امریکا فضايي څېړنو اداره(ناسا) کوي او ورسره د اروپا اوامریکا شریکي فضايي ادارې په غاړه لري.



















