د انرژۍ کړکېچ؛ جرمني د ۶۵ میلیارد یورو په ارزښت نوې مرستندویه ټولګه اعلان کړه

German Chancellor Olaf Scholz beside turbine for Nord Stream gas pipeline - 3 August

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د جرمني حکومت د ژمي په رانږدې کېدو سره د انرژۍ د لوړېدونکو بیو د خطر کمولو لپاره د ۶۵ میلیارد یورو په ارزښت بله نوې ټولګه اعلان کړه.

جرمني او په ټوله کې اروپا روسیې لخوا پر اوکرایین له یرغل راهیسې د انرژۍ له کمښت سره مخ دي.

دا کمښت ځکه راغلی چې اروپایي‌ هېوادونو پر اوکرایین د یرغل له کبله له روسیې د تېلو او ګازو واردات کم کړي او په دې توګه غواړي د روسیې پر انرژۍ خپله تکیه راکمه کړي.

د جرمني حکومت وړاندې هم د انرژۍ برخه کې د ستونزو کمولو لپاره دوه مرستندویه ټولګې اعلان کړې وې، خو دا پکې تر مخکنیو هغو ستره ده.

له دې نوې ټولګې سره جرمني لخوا د انرژۍ کړکېچ اسانتیا لپاره پام کې نیول شوې مرسته ۱۰۰ میلیارد یورو ته ورسېده.

له دې تولګې به د ټولنې زیان ګالونکي قشر او د انرژۍ برخې کاروباریانو سره مالي مرسته کېږي.

د جرمني ولسمشر ولاف شولز دا مرستندویه ټولګه داسې مهال اعلان کړې چې روسیې دوه ورځې وړاندې دغه هېواد ته د 'نورډ سټریم ۱' نللیکې له لارې د ګازو صادرات د نامحدود وخت لپاره ودرول.

ښاغلي شولز ویلي چې روسیه دوی ته نوره د انرژۍ برخې باور وړ ملګرې نه ده.

بلخوا د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي پر اروپايي هېواونو غږ کړی چې ژمن او ټینګ پاتې شي.

هغه ویلي مسکو غواړي د هر اروپایي وګړي نورمال ژوند کړاو سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړې چې یوازې یووالی اروپایي هېوادونه خوندي ساتلی شي.‌

بلخوا پولیټیکو ویب پاڼه وايي د اروپایي‌‌ ټولنې چارواکو خبرداری ورکړی په داسې حال کې چې له اروپایي هېوادونو به راتلونکو میاشتو کې اوکرایین سره د پوځي‌ او بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه هم کېږي، دوی ښایي رښتینی‌ اقتصادي کړکېچ او ستونزې محسوسې کړي.

Greens co-leader Omid Nouripour, Chancellor Scholz, FDP leader Christian Lindner and SPD deputy leader Saskia Esken at news conference

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جرمني صدراعظم اولاف شولز (کیڼ خوا دویم) وایي روسیه نوره د انرژې برخې باور وړ ملګرې نه ده

ځینو هېوادونو کې سر له اوسه د دغو ستونزو څرک را لګېدلی دی.

په دې کې د یکشنبې پر ورځ د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ زرګونه کسان د انرژۍ بیو لوړېدو خلاف واټونو ته راوتلي او پر روسیې یې د لګېدلو بندیزونو پای غوښت.

پولیسو ویلي دغو لاریونو کې شاوخوا ۷۰ زره کسانو برخه اخیستې چې ډېرې یې توندلارې ښي اړخې او توندلارې کیڼ اړخې ډلې وې.

له دې سره هممهاله در جرمني شمال ختیځ لوبمین کې هم چې له روسیې د ګازو نورډ سټریم نللیکې ترمینل دی، سلګونه لاریونوال راټول شوي وو.

دوی د نورډ سټریم ۲ نللیکې د کار دوام غوښت چې پر اوکرایین د یرغل له کبله د جرمني حکومت لخوا درول شوی دی.