سلیمان ټاپو ته د امریکا او انګلند کښتۍ نه دي ورپرېښودل شوې

د عکس سرچینه، US Coast Guard
د سلیمان ټاپوګانو سمندري سفر وروسته له هغې ځنډېدلی چې امریکا او انګلند کښتۍ نه دي ورپرېښودل شوې.
د سلیمان ټاپوګانو پلازمېنې هونیارا ويلي، دغو کښتیو پر وخت د ننوتو غوښتنه نه وه کړې او دا چاره د دې لامل شوې چې دوی ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
خو دغه اقدام د معمول خلاف یو څه دي چې پکې د چین لاس لرلو په اړه یې اندېښنې راپورته کړي دي.
هونیارا په اپریل کې له بیجینګ سره یو امنیتي تړون لاسلیک کړ چې د امریکا متحدینو او په ارام سمندر کې د نورو ټاپو ګانو تر منځ یې د احتمالي خطر اندېښې راپورته کړې.
د سې شنبې پر ورځ، لومړي وزیر مناسه سوگاواره یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا او انګلنډ کښتیو په اړه د رسنیو رپوټونو کې خپاره شوي "ناسم مالومات"روښانه کړي.
نوموړي ویلي، د امریکا او انګلنډ دواړو کښتۍ داسنادو سمون کې د ځنډ له امله له ننوتو پاتې شوې دي.
د نوموړې په ټکو:"د دغو دوو کښتیو نه پرېښودو د دولت اړتیا په ګوته کړه، چې په دغه برخه کې د شته میکانیزم بیاکتنه وکړي."
ښاغلی سوګاواره وايي، تر هغې چې پر دغه میکانیزم له سره غور کېږي له ټولو ملګرو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې خپل سمندریز سفرونه وځنډوي.

د عکس سرچینه، Royal Navy
د هغه په وینا، دا لنډ مهاله بندیز د ټولو بهرنیو سمندري کښتیو پر وړاندې پلې کېږي.
د امریکا دیپلوماتانو بي بي سي ته ویلي، د دوشنبې پر ورځ یې د سلیمان ټاپو په اړه تازه خبر ترلاسه کړی دی.
د امریکا سفارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:" امریکا د سلیمان ټاپوګانو له حکومته رسمي خبرتیا ترلاسه کړې چې پر شته میکانیزم د بیاکتنې په موخه د ټولو سمندري سفرونو د بندیز په اړه ده."
امریکا هڅه کوي چې د ارام سمندر ټولو ټاپو ګانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي ځکه چې د سلیمان ټاپو مشر اپریل کې ناڅاپي اعلان وکړ چې چین یې مهم امنیتي شریک دی.
دې خبرې وېره پیدا کړه چې ښايي ټاپو کې د چین پوځي اډه جوړه شي، که څه هم دا تورونه د ښاغلي سوګاوارا له خوا په کلکه رد شوي دي.
د چین د پرمختګونو سره سم د استرالیا نوي ټاکل شوي مرکزي کېڼ اړخي حکومت مې میاشت کې د ارام سمندر د ټاپو له هېوادنو د لیدنو لړۍ پیل کړه، او له دې کاره یې موخه خپلو ګاونډیو سره د اړیکو ټینګول و.
امریکا هم په دې برخه کې هڅې روانې کړي. په فبرورۍ کې امریکا دغه ټاپو کې خپل هغه سفارت بیا پرانیست چې له ۲۹ کلونو راهیسې تړلی و.




















