بریټني سپیرز: له ۶ کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا سندرو ویلو ته مخه کړې

پاپ سنگر برٹنی سپیئرز اور سر ایلٹن جان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

امریکايي پاپ سندرغاړې بریټني سپیرز له ۲۰۱۶ کال وروسته خپله لومړۍ سندره له بریتانوي سندرغاړي سر ایلټن جان سره په ګډه بللې او خپره کړې ده.

نوموړې ۱۳ کاله په قانوني ډول د پلار تر کنټرول لاندې وه له هغه راهیسې چې دا کنټرول پرې ختم شوی دا یې لومړنۍ سندره ده.

دا ۱۳ کاله کنټرول د سپیرز کړنې او چارې سختې اغېزمنې کړې.

هغه مهال چې نوموړې تازه له دې کنټرول څخه خلاصېده ویلي وو: "زه ډېره احساساتي یم. دا زما لپاره لویه خبره ده."

یادو دواړو سندر غاړو خپله نوې سندره تر پایه په غبرګ غږ بللې.

هغه څه چې دا نوې بدله روښانه وي هغه د برټني سپیرز غږ دی او ښکاري چې د تېر وخت راهیسې یې غږ څومره بدل شوی.

په هر حال، د بریټني ځینې مینه وال هم په دې باور دي چې په تېرو وختونو کې د برټني مدیرانو پر هغې فشار راوړ چې په په نازک غږ بدلې وبولي.

د دې دوو سندرغاړو مینه والو ته ښه زېری دا دی چې دوی په خپلو نورو سندرو هم کار کوي.

دوی همدې نوې سندرې ته ورته خپلې نورې سندرې هم جوړوي یعنې خپلې زړې او نوې سندره سره یو ځای کوي.

برٹنی سپیئرز

د عکس سرچینه، Getty Images

له "ګارډین" ورځپاڼې سره په مرکه کې سر ایلټن جان ویلي، د هغه ملګري ډیویډ فرنیش وړاندیز کړی و چې له بریټني سپیرز سره سندره وبولي.

ښاغلي ایلټن خپله سندرغاړې ملګرې بریټني ډېره ستایلې ده.

نوموړی وايي، ټولو ویل چې هغه به نورې سندرې ونه شي بللی خو ما ویل چې هغه ډېره تکړه سندرغاړې ده او برټني هم سندرې بلل پیل کړل او زه یې له کاره ډېر خوښ یم.

نوموړی وايي: "زه ډېر خوشحاله یم چې ما د بریټني سپیرز سره د کار کولو فرصت ترلاسه کړ."

سر ایلټن جان زیاتوي: "هغه په ریښتیا سره یوه بېلګه ده. ترټولو ستره د پاپ ستورۍ ده او ډېر عالي غږ لري. زه له دې سره ډېره مینه لرم او زه د هغې سندرې لپاره ډیر خوښ یم چې موږ په ګډه جوړه کړې."