محکمې امریکایۍ سندرغاړې بریټني سپیرز د خپل پلار له 'سرپرستۍ' ازاده کړه

Britney Spears

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

امریکایۍ سندرغاړې بریټني سپيئرز تر ۱۳ کالو پورې د خپل ژوند پر ځینو چارو د پلار کنټرول له پای ته رسېدو وروسته ویلي، دا یې په ژوند کې تر ټولو ښه ورځ ده.

پر انسټګرام خپلو درې نیم میلیونه فالوورانو ته یوه پیغام کې نوموړې ویلي، فکر کوم "له خوښۍ" ژړا راځي.

د جمعې پر ورځ د امریکا لاس انجلس کې یوې محکمې د ۳۹ کلنې بريټني سپيئرز د ژوند پر ځینې چارو د هغې د پلا کنټرول رسماً ختم کړ.

د محکمې پرېکړې پر مهال د نوموړې ګڼ شمېر مینه وال چې وايي، دغه ډول محافظت د حقونو تر پښو لاندې کولو په مانا دي، د محکمې ودانۍ مخکې راټول شوي وو.

په امریکا کې د داسې کسانو د ژوند ځینې پرېکړو په هکله مور یا پلار ته واک ورکول کېږي، چې د ذهني روغتیا په هکله یې اندېښنه وي او یا د خپل ژوند د پرېکړو وړتیا نه لري.

د بريټني سپيئرز پلار جیمي سپيئرز ۲۰۰۸ کال کې له ځايي محکمې دغه واک ترلاسه کړی و. د دې پرېکړې له مخې نوموړې د ماشوم زېږولو له واکه نیولې د پخلنځي د المارۍ بدلولو واک هم نه درلود.

Singer Britney Spears and father Jamie (L)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چپ اړخ ته د بريټني سپېپرز پلار

د محکمې هغې پرېکړې پر مهال بريټني سپیئرز د ذهني روغتیا اندېښنو له کبله روغتون کې بستري وه. خو له هغه راهیسې نوموړې د هنر په برخه کې تر ډېره بریده فعاله وه او د سندرو درې البومونه یې بازار ته وړاندې کړل.

نوموړې د امریکايي ټلویزیون سندریزه خپرونه امریکا ایکس فکټرز منصنفه پلاوي کې د ګډون سره سره یو شمېر ټلویزیوني خپرونو کې هم برخه درلوده.

د بریټني پلار لومړی مخالفت کاوه، خو وروسته یې ومنله چې برټني باید د خپل ژوند واک ترلاسه کړي.

محکمې ته وړاندې کړو اسنادو کې د برټني مدافع وکیلانو ویلي، چې نوموړې له ذهني او فزیکي پلوه تر فشار لاندې وه.

د محکمې له پرېکړې وروسته د نوموړې مدافع وکیل ماتیو روسنګارټ د قضیې څېړنې موده کې د خپلې موکلې د زغم او حوصلې ستاینه وکړه.