د بهرنیو کارګرو احتجاج؛ قطر له مزدورۍ پرته له هېواده ایستلي

د خپرېدو وخت

یوې حقوقي ټولنې ویلي، قطر هغه بهرني مزدوران او کارمنان شړلي چې د خپلو مزدوریو د نه ورکولو پرضد یې احتجاج کړی و.

د کارګرو د حقونو یوې ټولنې ویلي، دغو کارګرو د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوالو سیالیو له پایلوبو پیلېدو درې میاشتې مخکې د خپلې مزدورۍ د نه ورکولو پرضد احتجاج کړی و.

د قطر حکومت چې له کډوالو کارګرو سره د ناسمې چلن له کبله له نیوکو سره مخامخ و، منلې چې د اګسټ د ۱۴مې په احتجاج کې ځینې بهرني ګډونوال کارګر یې نیولي، خو د شړلو او یا پاتېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د روانې میاشتې لومړیو کې دوحه کې د احتجاج پرمهال، ۶۰ کارګرو خپل کار بند کړ، په دوی کې داسې کسان هم وو چې له اوو میاشتو راهیسې یې مزدوري نه ده ترلاسه کړې.‌

اکیدیم ټولنه چې دفتر یې په لندن کې دی، وايي، دغو احتجاجي کارګرو د قطر هل البندري شرکت سره کار کړی.‌

د دې ټولنې مشر مصطفی قادري وايي: "په احتجاج کې له ګډونوالو کارګرو سره مو خبرې وکړې، په دوی کې یو داسې تن دی چې نیپال ته شړل شوی. د نیپال،‌ بنګله دېش، هند، مصر او فیلیپین نور وګړي هم شړل شوي".

د قطر حکومت د یکشنبې په ورځ وویل "ځینې لاریونیان د عمومي امنیت د قوانینو د سرغړونې له کبله نیول شوي".

"ډېر کم احتجاجیان د سوله ییز لاریون هوډ نه لري، دوی په قطر کې د عمومي امنیت له قوانینو سرغړونه کړې، د محکمې په حکم به له شړل کېدو سره مخامخ شي".

حکومت تر اوسه په احتجاج کې د ګډونوالو د شمېر په باب څه نه دي ویلي.

د قطر د کار وزارت ویليو د البندري د کارګرو حق الزحمه او مزدوري به ورکړي.

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام اتلولي د نومبر پر ۲۰مه پیلېږي.

پر قطر له دې کبله هم نیوکه وه، چې د کډوالو کارګرو منځ کې یې د مړینې خبر نه دی اعلان کړی او د دوی د کاري سخت چاپېریال لپاره یې اسانتیاوې هم نه دي برابرې کړې او په مکرر ډول یې د دوی د څو میاشتو تنخاوې نه دي ورکړې.