قطر کې د بهرنیو کارګرو ورځانه تر بل هر وخت ډېره کمېږي

د خپرېدو وخت

قطر د بهرنیو کاګرو اړوند قانون کې د داسې سمون را وستلو ژمنه کړې چې له مخې یې دغو کارګرو ته د دغه هېواد په تاریخ کې اول ځل تر ټولو ډېره کمه ورځانه(ورځ مزدوري) ور کول کېږي.

تراوسه روښانه نه ده چې دا سمون به کله پلی کېږي.

د قطر دا ګام د کارګرو نړیوالې ټولنې له ناستې یوه ورځ مخکې دی.

دې ادارې وار د مخه هم له بهرنیو کارګرو سره د چلند له امله پر قطر نیوکې کړې دي.

دا په داسې مهال ده چې قطر پر ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام کوربتوب لپاره د ډېرو بهرنیو کارګرو کوربه دی.

خو د کارګرو نړیوالې ټولنې د دې کارګرو سره د کار او استونګې له شرایطو اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د کارګرو نړیوالې ټولنې قطر ته د بهرنیو کارګرو د حالت ښه کولو لپاره تر نومبر وخت ور کړی دی او ویلي یې دي چې له دوی سره د ناسم چلند له امله به څېړنې پیل کړي.

قطر له څه مهال راهیسې د بهرنیو کارګرو لپاره د کفاله نظام هم رامنځ ته کړی، چې له مخې یې د خپلې کمپنۍ له اجازې پرته کوم کارګر خپله دنده بدلولی نه شي.

په دې نظام کې دا هم راغلي چې کوم کارګر د اړوند کمنپۍ له اجازې پرته کار پرېږدي یا بدلوي، نو له قطر اېستل کېږي او بیا دوه کاله دغه هېواد ته ستنېدلی نه شي.

قطري چارواکو د ۲۰۱۶ کال ډيسمبر کې د کفاله نظام پر ځای د بهرنیانو د تګ را تګ په هکله نوی قانون پیل کړ، خو بیا هم د بښنې نړیوالې ټولنې او نورو انساني حقونو ادارو پرې نیوکې وکړې او ویې ویل له بدلون سره سره دغه نظام پر خپل ځای پاتې دی.

د یوې شمېرې له مخې قطر کې تر ۱۵ لکو بهرني کارګر شته چې ډېری یې د اسیايي هېوادونو دي او ودانیزو چارو کې بوخت دي.

د کارګرو نړیواله ټولنه د ۲۰۱۳ کال رپوټ کې وايي، د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام په ودانیزو چارو کې بوخت ۱۲ سوه کارګر مړه شوي دي.

د دې شمېرو باوري کول ستونزمن دي، خو د بي بي سي د ۲۰۱۵ کال د یوې شننې له مخې دا شمېر زیاتېدلی شي او ممکن له دې وروسته نور هم ډېر شي.