تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قطر د بهرنیو کارګرو لپاره د کفالې جنجالي سیستم ختموي
د قطر د کار او ټولنیزې پرمختیا وزیر عیسی بن سعد ال جفالي ال نعیمي وايي، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو کارګرو د منلو او اېستلو لپاره نوی قانون پلی کوي.
ښاغلی نعیمي وايي، د ۲۰۱۵ کال قانون د ډيسمبر پر ۲۱ له سمون سره پلی کېږي.
د هغه په خبره، دا نوی ګام له هغه یو کال وروسته پورته کېږي، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني په قانون کې سمون یا اصلاحات را وستل منظور کړل.
د دې قانون له مخې، قطر د کفالې په نوم هغه ملاتړی سیستم ختموي چې له امله یې بهرني کارګر د دندې بدلولو او له دغه هېواد د وتلو لپاره د خپل کفیل یا ارباب اجازې ته اړ دي.
د قطر چارواکي وايي، نوی جوړښت به د کفالت ځای نیسي چې د بهرنیو کارګرو لپاره ډېر خوندي او ډاډمن دی.
د انساني حقونو ډلې د کفالې سیستم د اوسمهالي پېر غلامي بولي، خو وایي، د نوي سیستم په دودېدلو سره بیا هم پخوانی جوړښت په خپل حال پاتې کېږي.
قطر د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوالې اتلولۍ لپاره په لکونو کارګر ور بللي دي.
د انساني حقونو ادارې وايي، ډېری کارګر د کار د سخت وضعیت له امله مړه کېږي.
د جبري کار تورونه
د قطر د حکومت په یوه بیانیه کې راغلي: "نوی قانوني بدلون به پلی کېږي او ور سره به د سیستم سمولو ژمنتیا وي. دا سیستم به نه یواځې په قطر بلکې سیمه ییزو هیوادونو کې هم د ټولو کارګرو د حقونو په خوندي کولو کې ګټور تمام شي".
خو د بښنې نړیواله اداره وایي، چې دا نوی سیستم به څرګند بدلون را نه ولي.
د دې ادارې د یو لوړپوړي چارواکي جېمز لنچ په خبره: "په دې نوي قانون سره به د کفالې کلیمه له منځه لاړه شي، خو بیا هم همغه سیستم په خپل حال پاتې کېږی."
د انساني حقونو ډلې وایي، بهرني کارګر به هېواد ته د ستنېدلو پر مهال بیا هم د مالکانو یا کفیلانو راضي کولو ته اړتیا ولري.
د روان کال په لومړیو کې د بنښې نړیوالې ادارې قطر د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوالې اتلولۍ لپاره په تیاري نیولو کې په جبري کار تورن کړ.
قطر یې په ځواب کې وویل، چې دغو تورونو "اندېښمن" کړی او پلټنې به وکړي.