د اوکرایین له جګړې پیلېدو وروسته ولې زرګونو یهودانو روسیه پرېښوده؟

ګولډ سمیت د مسکو معبد کې ډېر کلونه د مذهبي مشر پاتې شوی

د عکس سرچینه، Conference of European Rabbis

    • Author, عليم مقبول
    • دنده, د دیني چارو خبریال، بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

روسیه بهر ته په ډله ییزه تګه د یهودانو د وتلو له لویو څپو سره مخامخ ده، پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې روسیه کې هرو اتو یهودانو کې یو یې له هېواده وتلی دی.

د نړۍ په لر و بر کې د یهودانو ټولنه اسرائیلو ته د یهودانو د لېږدولو له چارې سره مرسته کوي. دا ټولنه وايي، ۲۰۵۰۰ روسي یهودان له مارچ میاشتې راهیسې له روسیې وتلي. روسیه کې شاوخوا ۱۶۶۰۰۰ یهودان مېشت وو.

زرګونه نور بیا نورو هېوادونو ته تللي.

په مسکو کې هڅه دا ده چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د یهودانو ټولنې ته وده ورکړل شي.

د مسکو د یهودانو مشر بینچاس ګولډسمېت له ۱۹۹۳ راهیسې د دوی مشري کوي.

ګولډ سمیت د مسکو معبد کې ډېر کلونه د مذهبي مشر پاتې شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګولډ سمیت د مسکو معبد کې ډېر کلونه د مذهبي مشر پاتې شوی

ګولډسمېت وايي: "له صفر مو پیل کړه، معبدونه، ښوونځي او د ماشومانو لوبځایونه او د ټولنیزو خدماتو، ښوونکو، مذهبي کسانو او د ټولنې لپاره مو ځای وموند."

خو سږ کال د روسیې او اوکرایین له جګړې پیلېدو دوې اونۍ وروسته ګولډسمېت او کورنۍ یې له روسیې ووتل مجارستان ته ولاړل او بیا اسرائیلو ته ورسېدل.

بیا هغه له خپل مقام استعفا وکړه او پخپلو خبرو کې یې له جګړې سره مخالفت وښود.

دی وايي: "ما انګېرله چې د اوکرایین له یرغل سره مخالف یم، خو ځان مې خطر ته ورکړی و‌ او مسکو کې که پاتې وای خطر لا ډېرېده".

تل ابیب کې ځینو اسرائیلو د اسرائیلو او اوکرایین بیرغونه د جګړې ضد مظاهره کې ورسره لېږدول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تل ابیب کې ځینو اسرائیلو د اسرائیلو او اوکرایین بیرغونه د جګړې ضد مظاهره کې ورسره لېږدول

ځینو روسي یهودانو پر هغه نیوکه کړې چې ولې له هېواده ووت خو دی وايي ډېری یهودانو یې له وتلو سره موافقه کړې وه.‌

د هغه له وتلو وروسته نورو روس مېشتو یهودانو هم د سفر موزې پر پښو کړې.

ګولډسمېت وايي، مسکو کې د یهودانو معبد د پخواني شوروي اتحاد له وخت راهیسې د یهودانو د عبادت اصلي ځای و.

ډېرو کسانو اسرائیلو ته د تګ له فرصته ګټه واخیسته، د اسرائیلو د قانون له مخې د هر چا چې پلار یا نیکه یهود تېر شوی وي، اسرائیلو کې د اوسېدو او مېشتېدو حق لري.