قدس کې فلسطیني بریدګر اسرائیلي پولیسو ته ځان سپارلی

د خپرېدو وخت

اسراییلي چارواکي وايي د بیت المقدس ښار دوو جلا سیمو کې د وسله وال سړيو ډزو کې لږ تر لږه اته کسان ټپي شوي دي.

چارواکو ویلي بریدګرو ځايي وخت د شپې ۱:۲۴ بجې تاریخي 'لوېدیځ دېوال' یا حائط البراق ته نږدې پر یوه بس او د موټرو تمځای کې ډزې کړې.

مشکوک بریدګر پولیسو ته ځان سپارلی دی.

د اسرائیلي پولیسو ویاند کان ایلي لیوي اسرائیلي راډیو ته ویلي، "ترهګر زموږ په لاس کې دی".

۲۶ کلن نیول شوی مشکوک بریدګر د ختیځ قدس اوسېدونکی دی، چې ویل کېږي مخکې یې هم جرمي سابقه لرله، خو له وسله والو ډلو سره کوم تړاو یې لا نه دی ثابت شوی.

د پولیسو یوه ویاند ځايي رسنیو ته ویلي دې پېښې ته د مشکوک ترهګریز برید په توګه رسېدنه کېږي.

د رپوټونو له مخې د پېښې قربانیانو کې شپږ سړي او یوه ښځه شامل دي چې د بیت المقدس بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي.

د بېړنیو روغتیايي خدماتو چارواکو ویلي د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

که څه هم تر اوسه د بریدګرو کره شمېر مالوم نه دی خو ځايي رسنۍ وايي پولیس لږ تر لږه د دوو مشکوکو بریدګرو لټون کوي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د پېښې د ځای شاوخوا پر وسله سمبال پولیس لیدل کېږي.

رپوټونو کې راغلي‌ چې تر ډزو وروسته یهودي عبادت کوونکي په لنډمهاله ډول د لویدېځ دیوال له احاطې له راتلو منع شوي وو.

لوېدیځ دیوال چې عربان یې حائط البراق بولي د یهودانو له سپېڅلو ځایونو ګڼل کېږي او هر کال زرګونه یهودان د زیارت او عبادت لپاره ورځي.

د اسراییلي پولیسو یوه ویاند ویلي د پېښې د ځای امنیت نیول شوی، څېړنې کېږي او د تښتېدلو مشکوکو بریدګرو لټون روان دی.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې غزې تراړه کې پر فلسطیني وسله والو د اسراییلي ځواکونو بریدونو کې څه نا څه ۴۴ کسان ووژل شول.‌

فلسطیني وسله والو هم هغه مهال په متقابله توګه د اسراییل پر خاوره د توغندیو بریدونه کول.

د دوی ترمنځ درې ورځني تاوتریخوالي بلاخره د مصر په منځګړیتوب په شوي اوربند پای وموند.‌