اسلامي جهاد او د اسرائيلو پوځ د اوربند هوکړې ته ورسېدل

د خپرېدو وخت

اسلامي جهاد حرکت اعلان کړی، چې له اسرائیلو سره یې د اوربند په اړه هوکړه کړې او دا اوربند به له دوو ساعتونو څخه په کمه موده کې عملي شي.

څو شېبې وړاندې د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي وو، ټاکل شوي پوځي اهداف ترلاسه شوي او د عملیاتو دوام ته اړتیا نشته.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي جهاد یوه چارواکي هم د اوربند خبرې "په لوړه کچه" تایید کړې خو ټینګار یې کړی چې "که اشغالګر تېری او جنایت ونه دروي، د مقاومت جبهه به اوربند ونه مني."

په داسې حال کې چې پر غزه د اسرائیلو درې ورځنیو بمباریو کې د ماشومانو او د اسلامي جهاد حرکت د دوو قومندانانو په ګډون لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي، رپوټونه وايي چې دواړو غاړو د مصر په وړاندیز اوربند منلی دی.

وړاندې اسرائیلو هم د اوربند خبره تایید کړې وه او ویلي یې وو چې مصري چارواکي د فلسطیني غاړې ځواب ته په تمه دي.

مصر په دودیز ډول په غزه تراډه کې د فلسطیني وسله والو ډلو او اسرائیلي حکومت ترمنځ منځګړتوب کوي.

پوځي سرچینو ویلي، خالد منصور په رفح ښار کې د اسرائیلو برید کې ووژل شو.

د اسرائیلي پوځ ویاند عودید بسیوک ویلي، په غزه کې یې د اسلامي جهاد یو جګپوړی مشر وژلی دی.

د یکشنبې ورځې په ګهیځ د اسلامي جهاد پوځي څانګې (سرایا القدس) د منصور وژل کېدل تایید کړل. نوموړی پنځه ځله له اسرائیلي بریدونو ژوندی وتلی و.

پر ده تور و چې له غزې بهر یې د پوځي عملیاتو پلانونه جوړول.

وژل شویو کې د 'فلسطین سلامي جهاد' ډلې پر دوو مشرانو او جنګیالیو سربېره شپږ ماشومان او دوه ښځې هم شاملې دي.

رپوټونو له مخې د اسراییل تازه بریدونو کې د خالد منصور په نوم فلسطین اسلامي جهاد ډلې دویم مشر هم وژل شوی.

د اسرائيلو يوه چارواکي بيا ويلي، د جمعې له ورځې راهيسې پر اسرائيلو څه باندې ۴۰۰ فلسطيني توغندي لګېدلي دي.

د جمعې په ورځ د اسراييلو د بريدونو له پيل راهيسې تر ۳۰۰ زيات فلسطينيان ټپيان شوي دي.

تر اوسه د اسرائیلو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. خو اسرائيلي چارواکو ويلي دي چې د دغو راکټونو د توغولو په ترڅ کې يو کور ويجاړ شوى او يو فارم سوځول شوى دى.

د دغو راکټونو د ویشتلو په دوهمه ورځ د اسرائیلو پوځ خبرداری ورکړ چې ښايي دغه کړکېچ تر یوې اوونۍ دوام وکړي.

بل پلو تېره شپه پر اسرائیلو له غزې تړانګې د توغندیو له توغولو وروسته اسرائیلو بمبارۍ ته دوام ورکړی او د اسلامي جهاد ډلې ۲۰ مشکوک جنګیالي یې نیولي دي.

فلسطیني جهادي ډلو ویلي، د اسرائیلو بمبار کې د اسلامي جهاد ډلې د مشر تیسیر الجعبري د وژل کېدو غبرګون کې د مېشتځایونو پر ټولو لارو یې جنګیالي بریدونو ته چمتو دي.

تېره کرۍ شپه د اسرائیل او فلسطین غزې تړانګه کې د وسله والو تر منځ پر یوه بل له ګوزارونو وروسته اوس هم سیمه تاوتریخجنه ده.

په غزه کې د اسرائیلي پوځ په بمبارۍ کې د لسو کسانو له وژل کېدو وروسته له غزې پر اسرائیل د راکټونو لسګونه ګوزارونه شوي دي. د وسله والو یوې ډلې مشر تیسیر الجعبري هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

په وژل شویو کې یو ماشوم هم دی.

ځايي روغتیاپالان وايي، یوه ماشومه نجلۍ هم په وژل شویو کسانو کې شامله ده او دې پېښه کې لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیل لومړی وزیر وايي، روانه اونۍ د اسلامي جهاد 'پي ای جې ' نومې وسله والې ډلې یو مشر نیول شوی و، چې له کبله یې یو 'سملاسي ګواښ ' رامنځته شو او د مخنیوي لپاره یې وروستی برید شوی دی.

پي ای جې وسله والو له پروني برید وروسته د اسرائیل خاورې ته نژدې ۱۰۰ توغندي وتوغول، چې ډېری یې د اسرائیل اوسپنیزې ګومبزې نومي توغندي ضد سیسټم شنډ کړي دي.

خو د اسرائیل په ډېری ښارونو کې د راکټي بریدونو خبرداري سائرنونه غږول شوي دي.

د شنبې پر سهار اسرائیل چارواکو وویل، په لوېدیځه غاړه کې یې د پي ای جې ډلې ۱۹ غړي نیولي دي.

د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې له ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته د تېرې شپې بریدونه د تاوتریخوالي تر ټولو ناوړه پېښه وه. د تېر کال په هغه جګړه کې نژدې ۲۰۰ فلسطینیان او لسګونه اسرائیلیان وژل شوي و.

بل لور د اسرائیل دفاعي ځواکونه 'ای ډي ایف ' مسوولین وايي، دوی د جمعې پر ورځ بیا بریدونه وکړل او د وسله والو سنګرونه یې په نښه کړل.

بل لور د پرون ورځې پیل کې د اسرائیل لومړي وزیر یائیر لاپید په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: ''اسرائیل د یوه سملاسي ترهګریز ګواښ مخنیوي لپاره متقابل عملیات کړي دي. ''

د ای ډي ایف مسوولینو په وینا دوی د پي ای جې وسله والو اړوند هدفونه په نښه کړي دي.

په دې کې د غزې لوړپوړې ودانۍ فلسطین ټاور هم شامل دی، چې له یوې درنې چاودنې وروسته لوګي ترې پورته شول.

وژل شوی تیسیر الجعبري څوک دی؟

د اسلامي جهاد یو جګپوړي قومندان منلې ده چې د دغې ډلې یو لوړپوړی قومندان تیسیر الجعبري د اسرائیلو په برید کې وژل شوی دی.

تیسیر الجبري د (سرایا القدس/ قدس ډلګیو) شورا غړی و چې دا شورا د اسلامي جهاد یوه پوځي څانګه ده.

هغه په ۲۰۱۹ کال د غزې تړانګې په شمال کې د اسلامي جهاد ډلې د پوځي برخې د مشر بها ابوالعطا تر وژل کېدو وروسته د دې څانګې مشر شو.

رویټرز وايي، له هغه ځایه سخت لوګی پورته شوی چې تیسیر الجبري پکې وژل شوی دی.

په برید کې د الجعبري د کورنۍ د غړو د وژل کېدو په اړه تر اوسه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

فلسطیني روغتیايي مسوولین وايي، بریدونو کې ۵۵ کسان ټپیان شوي دي. د اسرائیل پوځي مسوولین بیا وايي، دوی 'اټکل ' کوي چې ۱۵ وسله وال په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، مصري چارواکي چې تېر کال یې هم د اوربند لپاره د دواړو لوریو تر منځ منځګړیتوب کړی و، اوس هم د تاوتریخوالي ډېرېدو مخنیوي هڅو ته چمتوالی کوي.

د مصري رسنیو په وینا په قاهره کې همدې لړ کې چارواکي د پي ای جې یوه پلاوي کوربتوب ته تیاری کوي.

پي ای جې وسله وال څوک دي؟

اسرائیل چارواکو د باسم سعدي له نیولو وروسته له غزې تړانګې سره پر خپله پوله امنیتي اقدامات زیات کړل او خبرداری یې ورکړ، چې پي ای جې وسله وال پر ملکي خلکو او پوځیانو د بریدونو نیت لري.

پي ای جې چې مرکز یې د سوریې پلازمېنه دمشق کې دی، د ایران ملاتړ له ځان سره لري او په غزه کې یوه زوروره وسله واله ډله بلل کېږي. دا ډله پر اسرائیل د راکټي بریدونو په ګډون د ګڼ شمېر بریدونو مسووله بلل کېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې اسرائیل د پي ای جې یو قوماندان وواژه چې په وینا یې د یوه برید پلان یې چمتو کاوه او له هغه وروسته پنځه ورځې د اسرائیل او دې ډلې تر منځ نښتې وشوې.

په هغو دوه اړخیزو بریدونو کې ۳۴ فلسطینیان ووژل شول، ۱۱۱ ټپیان شول او ۶۳ اسرائیلیانو سره هم طبي مرسته وشوه. اسرائیل چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې ۲۵ وسله وال وو، چې په وینا یې ځینې پکې هغه کسان هم وو، چې راکټي بریدونو ته یې چمتوالی کاوه.