بيت المقدس کې ولې حالت ترينګلی شوی؟

    • Author, یولانډا نېل
    • دنده, بي بي سي بیت المقدس
  • د خپرېدو وخت

تېر ځل چې کله د مسلمانانو روژه، د یهودیانو پاس اوور او د عیسویانو ایسټر مراسم په یوه وخت کې لمانځل کېدل نو درې لسیزې پخوا وو.

دا اوونۍ به د دغو درې واړو مذهبونو مراسم زرګونه اسرائیلیان، فلسطینیان او عیسویان د بیت المقدس په دې لرغوني ښار کې سره راټول کړي.

خو دې سره د بیت المقدس ځینو عبادت ځایونو شاوخوا حالت هم یو څه ترینګلی شوی.

د اسرائیلو تر ولکې لاندې ختیځ بیت المقدس کې د پولیسو لوی شمېر تر سترګو کېږي چې ګزمه کوي.

دلته د خونړیو بریدونو تېر ته په کتو پولیس د تیارسئ حالت کې دي.

"د مسلمانانو په توګه زموږ لپاره دا مهمه ده چې د روژې پر مهال الاقصی جومات کې لمونځ او تراویح وکړو. روژه سپېڅلې او د عبادت میاشت ده او موږ تل ورته سترګې په لار یو." دا خبره راته ریاض وکړه، جاینماز یې پر اوږه د اسلام درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای ته روان وو، خو دی زیاتوي:

"سږ کال زه خپل لمسیان له ځانه سره نه راولم، ځکه د خوندیتوب په اړه یې ویرېږم".

په ختیځ بیت المقدس کې سیلانیانو ته د خدماتو وړاندې کوونکې عیسوۍ دالیا حباش راته وویل چې د ایسټر رخصتیو پر مهال د پولیسو لخوا د سړکونو بندېدل ورته دا ګرانوي چې په زوړ ښار کې د خپلوانو لیدو ته ورشي، خو وايي بیا هم هوډمنه ده:

"د عیسوۍ مذهبې فلسیطینۍ په توګه بیت المقدس کې د مراسمو لمانځل راته ډېر ارزښت لري. دا هغه ځای دی چې "د عیسویانو په عقیده" عیسی علیه السلام په کې په دار ځړول شوی وو او بېرته ژوندی کړای شوی وو، او بله دا چې عیسویان او فلسطینیان په کې څنګ په څنګ مراسم لمانځي."

دالیا د مراسمو لمانځولو ځانګړتیا او مهموالي په اړه وايي:

"هغه شېبه چې زنګ ووهل شي او دا نعره پورته شي چې "هغه راپاڅېد" یوازې څو ثانیو کې یې زوړ ښار د شمعو په رڼاګانو وپوښل شي. د نړۍ په هېڅ ځای کې داسې ننداره نه شئ موندلی."

د یهودیانو لپاره دا ممهمه ده چې د دوی تر ټولو سپېڅلی عبادت ځای په بیت المقدس کې دی او دوی دلته د پاس اوور مراسم لمانځلی شي.

د مراسمو پر مهال د هغه وخت یاد تازه کېږي چې اسرائیل په لرغوني مصر کې له غلامۍ ازاد شوي وو.

له دودیز پلوه تل "راتلونکی کال په بیت المقدس کې" د وینا وروستي ټکي وي.

دا د یهودیانو هغې هیلې ته اشاره ده چې د دوی په اند یو وخت به خپلې ابايي سیمې ته راستنېږي.

کارېن ټراینر چې په اسرائیلو کې زېږېدلې خو کاناډا مېشتې ده، راته وویل:

"دا یو سپېڅلی ځای دی. زما عقیده ده چې زه دلته دعا وکړم نو هغه قبلېږي.

دلته د خلکو تر منځ د یو والي احساس مې خوښېږي او دا چې شاوخوا مې خلک په ژړا او د زړه له تله عبادت کوي. "

کارېن زیاتوي: "د امنیتي حالت ډېره په کیسه کې نه یم. ګرځېدو پر مهال د ویرې احساس نه کوم، چې عقیده دې پخه وي نو خدای دې ساتنه کوي."

رونېت چې اسرائیلۍ سرتېرې ده وايي خپلې کورنۍ سره د پاس اوور مراسمو لمانځلو ته سترګې پر لار ده خو مني چې دغه وخت کې حالت یو څه ناڅرګند وي. نوموړې وايي:

"د امنیتي حالت په اړه اندېښمنه یم خو په خپلو امنیتي ځواکونو بشپړ باور لرم."

کله چې هم مذهبي مراسم په یوه وخت کې راغلي نو د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ شخړه شوې.

اسرائیل هم د مراسمو لمانځلو لپاره د حرم الشریف یا ټېمپل ماونټ سیمې ته ورځی او الاقصی جومات هم هلته دی.

یهودیان دغه سیمه د دوی د مذهب د دوو لرغونو عبادتځایونو مرکز ګڼي او د جودایزم مذهب تر ټولو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي.

د تېر کال می میاشت کې اسلامپالې حماس ډلې له هغه وروسته پر بیت المقدس د توغندیو ګوزارونه وکړل چې په الاقصی جومات کې د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ شخړه شوې وه.

دې سره د اسرائیلو ویجاړوونکې بمبارۍ او خونړۍ جګړه پیل شوه چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ.

تېرو څو اوونیو کې د اسرائیلو او فلسطینیو چارواکو تر منځ د لوړې کچې غونډې شوي چې ډاډمن شي د دریو مذهبونو عبادت کوونکو لپاره د مراسمو پر مهال حالت سوله اییز وي.

دې خبرو کې د اردن پاچا عبدالله هم وو.

د ده واکمنه کورنۍ له تېرو سلو کلونو په بیت المقدس کې د مسلمانانو او عیسویانو د سپېڅلو عبادت ځایونو پالونکې ده.

خو له خبرو اترو او تړونونو سربېره هم اسرائیلو کې یوازې د تېرو دریو اوونیو په اوږدو کې څلور بریدونه شوي چې ۱۴ کسان په کې وژل شوي.

دوه بریدونه اسرائیلي عرب وګړو کړي وو چې داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې سره تړاو لري.

دوه نور بریدونه په ولکه شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو لخوا شوي وو چې خلک یې په ډزو ووژل. دا ټول خونړي بریدونه حماس او نورو سخت دریځو ‌ډلو ستایلي وو.

غزه کې د څلورو ماشومانو مور، نېوین صالح راته وویل:

"له ویرې پرته دا په ډاګه وایم، موږ بله جګړه نه غواړو."

نوموړې وايي اوس یې ایله کورنۍ وتوانېده چې خپل کور ورغوي. لس میاشتې وړاندې یې کور د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې ویجاړ شوی وو. نېوین صالح زیاتوي:

"موږ د روژې میاشتې لپاره خپل کور ښکلی کړ. هره ورځ مې لوڼې پوښتي چې سږ به اختر ولمانځلی شو. تېر کال مې ورته نوې جامې پېرلې وې خو له بده مرغه ویې نه شوای کړای چې په تن یې کړي."

روانه اوونۍ د اسرائیلو یوه پوځي چارواکي خبریالانو ته وویل: "موږ هیله لرو چې د مذهبي مراسمو او رخصتیو دا وخت په ارامه او خوندي فضا کې تېر شي" خو زیاته یې کړه چې حالت "پېچلی" دی.

دغه چارواکي وویل چې امنیتي ځواکونه یې هڅه کوي انډول وساتي، د مثال په ډول هغه فلسطینیان چې اجازه لیک ولري بیت المقدس ته به پرېښوول کېږي خو ورسره به هم مهاله اسرائیلي پوځیان د ترهګرۍ ضد مبارزې عملیاتو هم دوام ورکوي.

اسرائیلي پوځیانو لویدیځه غاړه کې پر کورونو چاپې او د خلکو د نیولو چاره ګړندۍ کړې چې له امله یې خونړۍ نښتې هم شوي.

د تاوتریخوالي په وروستیو څپو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي.

جېنېن کې چې د اسرائیلي پوځیانو پام پرې ډېر ورټول دی، غوسه او ترېنګلتیا په زیاتېدو ده.

"هو حالت دلته ډېر بد دی، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې… خو موږ په ورځني ډول د ظلم او وژنو پر وړاندې سره یو موټی یو. "

دا خبره راته جهاد الظوهري وکړه. نوموړي په هوډمن غږ کې زیاته کړه:

"که پر موږ دا حالت تمویلېږي نو موږ به په ننګ جنګېږو او د درناوي په مرګ به مرو "

د ډېریو اسرائیلو او فلسطینیانو لپاره د مذهبي مراسمو خوښۍ د دواړو غاړو تر منځ د اوږدمهاله کړکېچ له امله پیکه او بې خوندي وي.

د دې رپوټ په چمتو کولو کې له غزې نه رشدي عبدالعوف هم مرسته کړې.