زېلېنسکي: د اوکرایین جګړه باید د کریمیا په ازادېدو پای ومومي

Volodymyr Zelensky

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ويلي دغه هېواد کې جګړه اصلا په ۲۰۱۴ کال روسیې لخوا د کریمیا په نیولو سره پیل شوې او باید د دې ټاپو وزمې په بېرته ازادېدو سره پای وموموي.

هغه دا څرګندونې کریمیا کې د روسي ځواکونو ساکي هوايي اډه کې د سې شنبې ورځې له چاودنو څو ساعته وروسته کړې.

ښاغلي زېلېنسکي خپلو څرګندونو کې د دغو چاودنو یادونه ونه کړه، خو ټینګار یې پر دې و چې "کریمیا د اوکرایین برخه ده" او دوی به یې هېڅکله روسیې ته پرې نږدي.

هغه زیاته کړې "موږ به هېره نه کړو چې د اوکرایین خلاف د روسیې جګړه د کریمیا په نیولو سره پیل شوه. د روسیې دا جګړه ... له کریمیا پیل شوې او پر کریمیا باید پای ومومي. په ازادۍ سره یې."

د اوکرایین د ولسمشر دا څرګندونې ښکاروي چې‌ هغه اوس پر دې باور دی چې هېواد یې باید د روانې جګړې تر پای وړاندې کریمیا بېرته ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي وړاندې په دې تړاو جلا لیدلوری درلود.

ښاغلي زېلېنسکي مخکې ویلي و چې هېواد یې په دې شرط د سولې منلو ته چمتو دی چې روسي ځواکونه د فبرورۍ د ۲۴مې له یرغل وړاندې سیمو ته ستانه شي.

دې دا معنا ښندله چې ګوندې کیېف دمګړۍ د کریمیا ټاپو وزمې د بېرته ازادېدو لټه کې نه دی.

The aftermath of explosions in Crimea is seen on a beach

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کریمیا د روسي ګرځندویانو د خوښې ځای بلل کېږي

روسیې دا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه او تر یوې ټولپوښتنې وروسته یې خپلې خاورې سره وتړله.

خو نړیوالې ټولنې د دې ټولپوښتنې مشروعیت نه دی منلی.

کریمیا کې د روسي ځواکونو ساکي پوځي اډه کې د سې شنبې ورځې چاودونو لږ تر لږه یو ملکي کس وژلی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې سیمه کې یې د ۱۲ چاودنو غږونه اورېدلي.

تر اوسه د دغو چاودنو د نوعیت او لامل په اړه بشپړ جزییات نشته،‌ خو کیېف پکې خپله ښکېلتیا رد کړې.

د اوکرایین د ولسمشر یوه سلاکار میخایلو پودولیاک یوه مرکه کې ویلي‌، دا چاودنې دوی سره تړاو نه لري.

د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیالې اېرینا وېرېشچوک هم پر خپل ټېلېګرام لیکلي "نووفېدوریوکا کې ننې چاودنې د دې بله یادونه ده چې کریمیا د چا اړونده ده. د اوکرایین ده."

د اوکرایین پوځ بیا پر خپله فېسبوک پاڼه په دې تړاو یوه کنایه امیزه اعلامیه خپره کړې چې څه موده وړاندې د روسیې مسکوا جنګي بېړۍ ډوبېدو او ځینو نورو پوځي ماتو ته په اشارې پکې روسیې ته "د اورلګېدو د خوندیتابه قوانینو او ناامنیو سیمو کې د سیګرټ نه څکولو" یادونه شوې ده.

Smoke rises after explosions were heard from the direction of a Russian military airbase near Novofedorivka, Crimea August 9, 2022. REUTERS/Stringer

د عکس سرچینه، Reuters

‌اندېښنه دا ده چې مسکو به پر کریمیا د اوکرایین هر ډول برید ته خورا جدي غبرګون وښيي، ځکه تېره میاشت د دغه هېواد پخواني ولسمشر دمیتري مېدوېدېف ګواښ کړی و چې که اوکرایین پر کریمیا برید وکړي نو د قیامت ورځ به وګوري.

د روسیې دفاع وزارت ویلي ساکي هوايي اډه کې چاودنې د مهماتو یوه ډیپو کې شوې، خو دا خبر په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.

روسیې چې د کریمیا د نیولو له کبله یې وار له مخه لوېدیځ سره اړیکې ترینګلې وې، د روان کال فبرورۍ کې پر اوکرایین یرغل وکړ.

روسي ځواکونه کریمیا ټاپو وزمه د اوکرایین جګړې د اکمالاتو لپاره د ټوپ تختې په توګه کاروي.

ساکي پوځي اډه توره بحیره کې له سېواستوپول بندره چې د روسیې د سمندري ځواکونو مرکز دی، شاوخوا ۵۰ کیلو متره واټن لري.

همدغه بندر کې د روسیې مېشتو سمندري ځواکونو د اوکرایین کڅونه کلابند کړي دي.