تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلېنسکي: د اوکرایین جګړه باید د کریمیا په ازادېدو پای ومومي
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ويلي دغه هېواد کې جګړه اصلا په ۲۰۱۴ کال روسیې لخوا د کریمیا په نیولو سره پیل شوې او باید د دې ټاپو وزمې په بېرته ازادېدو سره پای وموموي.
هغه دا څرګندونې کریمیا کې د روسي ځواکونو ساکي هوايي اډه کې د سې شنبې ورځې له چاودنو څو ساعته وروسته کړې.
ښاغلي زېلېنسکي خپلو څرګندونو کې د دغو چاودنو یادونه ونه کړه، خو ټینګار یې پر دې و چې "کریمیا د اوکرایین برخه ده" او دوی به یې هېڅکله روسیې ته پرې نږدي.
هغه زیاته کړې "موږ به هېره نه کړو چې د اوکرایین خلاف د روسیې جګړه د کریمیا په نیولو سره پیل شوه. د روسیې دا جګړه ... له کریمیا پیل شوې او پر کریمیا باید پای ومومي. په ازادۍ سره یې."
د اوکرایین د ولسمشر دا څرګندونې ښکاروي چې هغه اوس پر دې باور دی چې هېواد یې باید د روانې جګړې تر پای وړاندې کریمیا بېرته ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړي وړاندې په دې تړاو جلا لیدلوری درلود.
ښاغلي زېلېنسکي مخکې ویلي و چې هېواد یې په دې شرط د سولې منلو ته چمتو دی چې روسي ځواکونه د فبرورۍ د ۲۴مې له یرغل وړاندې سیمو ته ستانه شي.
دې دا معنا ښندله چې ګوندې کیېف دمګړۍ د کریمیا ټاپو وزمې د بېرته ازادېدو لټه کې نه دی.
روسیې دا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه او تر یوې ټولپوښتنې وروسته یې خپلې خاورې سره وتړله.
خو نړیوالې ټولنې د دې ټولپوښتنې مشروعیت نه دی منلی.
کریمیا کې د روسي ځواکونو ساکي پوځي اډه کې د سې شنبې ورځې چاودونو لږ تر لږه یو ملکي کس وژلی دی.
عیني شاهدانو ویلي چې سیمه کې یې د ۱۲ چاودنو غږونه اورېدلي.
تر اوسه د دغو چاودنو د نوعیت او لامل په اړه بشپړ جزییات نشته، خو کیېف پکې خپله ښکېلتیا رد کړې.
د اوکرایین د ولسمشر یوه سلاکار میخایلو پودولیاک یوه مرکه کې ویلي، دا چاودنې دوی سره تړاو نه لري.
د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیالې اېرینا وېرېشچوک هم پر خپل ټېلېګرام لیکلي "نووفېدوریوکا کې ننې چاودنې د دې بله یادونه ده چې کریمیا د چا اړونده ده. د اوکرایین ده."
د اوکرایین پوځ بیا پر خپله فېسبوک پاڼه په دې تړاو یوه کنایه امیزه اعلامیه خپره کړې چې څه موده وړاندې د روسیې مسکوا جنګي بېړۍ ډوبېدو او ځینو نورو پوځي ماتو ته په اشارې پکې روسیې ته "د اورلګېدو د خوندیتابه قوانینو او ناامنیو سیمو کې د سیګرټ نه څکولو" یادونه شوې ده.
اندېښنه دا ده چې مسکو به پر کریمیا د اوکرایین هر ډول برید ته خورا جدي غبرګون وښيي، ځکه تېره میاشت د دغه هېواد پخواني ولسمشر دمیتري مېدوېدېف ګواښ کړی و چې که اوکرایین پر کریمیا برید وکړي نو د قیامت ورځ به وګوري.
د روسیې دفاع وزارت ویلي ساکي هوايي اډه کې چاودنې د مهماتو یوه ډیپو کې شوې، خو دا خبر په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.
روسیې چې د کریمیا د نیولو له کبله یې وار له مخه لوېدیځ سره اړیکې ترینګلې وې، د روان کال فبرورۍ کې پر اوکرایین یرغل وکړ.
روسي ځواکونه کریمیا ټاپو وزمه د اوکرایین جګړې د اکمالاتو لپاره د ټوپ تختې په توګه کاروي.
ساکي پوځي اډه توره بحیره کې له سېواستوپول بندره چې د روسیې د سمندري ځواکونو مرکز دی، شاوخوا ۵۰ کیلو متره واټن لري.
همدغه بندر کې د روسیې مېشتو سمندري ځواکونو د اوکرایین کڅونه کلابند کړي دي.