د برېتورې هندۍ ښځې کیسه چې پر خپلو برېتونو ویاړي

Shyja

د عکس سرچینه، Shyja

    • Author, مېلیل سبستین
    • دنده, بي بي سي نیوز، کوچین
  • د خپرېدو وخت

یوه هندۍ ښځه چې برېتونه لري، پر انټرنېټ د خلکو له درناوي او سپکاوي دواړو سره مخامخ شوې ده.‌ خو دا وايي د خپل مخ د وېښتانو په اړه د هېچا په خبرو سر نه خوږوي.

۳۵ کلنې شیجا په خپل وتس اپ سټټس لیکلي: "له برېتونو سره مې مینه لرم".

تر ډېره هغه خلک چې پر فېسبوک یې د شیجا انځورونه لیدلي یا یې مخامخ لیدلې ده، له دې پوښتي چې ولې یې برېتونه پرېښي. دا وايي: "یوازې ویلی شم دا دي خپل برېتونه مې ډېر خوښ دي، زښت زیات".

شیجا - چې یوازې همدا یو نوم یې دی- د هند سوېلي کېرالا ایالت په کانور سیمه کې اوسېږي. د نورو. ښځو په څېر، څو کاله یې د برې شونډې پر سر وېښتان وو.

دا چې هغه خپلې وروځې په منظم ډول لنډوي، وايي خو د برېتونو لیرې کولو ته یې هېڅ وخت اړتیا نه ده پیدا شوې.

له پنځو کلونو راهیسې، د شیجا برېتونه په لویېدو او د لیدو وړ شول، همدا ده چې دې یې ساتنې ته هم پام ډېر کړ.

دا وايي: "له برېتونو پرته اوس ژوند نه شم کولی. کله چې کوویډ وبا پیل شوه، نه مې غوښتل چې ماسک واچوم، ځکه چې زما مخ یې پټاوه".

بریتانوۍ فعاله هرنام کاور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۶ کال، په نړۍ کې هرنام کاور هغه کوچنۍ ښځه شوه چې د خپل بدن په اړه یې مثبت فکر کاوه او تر ټولو اوږده ږیره لرونکې ښځه اعلان شوه.

ډېری خلکو چې دا لیدلې ده هڅولې یې ده چې له برېتونو ځان خلاص کړي، خو شیجا رد کړې ده.

"هېڅ وخت مې داسې نه ده انګېرلې چې ګنې ښکلې نه یم؛ ځکه چې زه دا لرم یا داسې چې باید نه مې لرلې".

تر ډېره د ښځو پر مخ وېښتان ښه نه ګڼل کېږي او د لیرې کولو لپاره یې پیسې هم لګوي او د مخ د ښکلا او اضافي وېښتانو لیرې کولو ‌پر تولیداتو میلیاردونه ډالر لګول کېږي.

خو په وروستیو کلونو کې، ګڼو ښځو پر دې معیار ‌پښې اې‍ښې دي او د خپل وېښتان ښه ورته ښکاري او پرې ویاړي.

په ۲۰۱۶ کال، په نړۍ کې هرنام کاور هغه کوچنۍ ښځه شوه چې د خپل بدن په اړه یې مثبت فکر کاوه او تر ټولو اوږده ږیره لرونکې ښځه اعلان شوه.

خو شیجا وايي چې برېتونه یې د بدن یوه برخه ده.

"یوازې هغه کار کوم چې مینه ورسره لرم. که دوه ژننده ولرم، ښايي یو ژوند به د بل چا لپاره واوسم".

دا چې شیجا له روغتیايي ستونزو کړېدله، لسو کلونو کې یېشپږ ځله جراحي عملیات کړي.‌یوځل یې پر خپلو تیو د مټاکو لیرې کولو لپاره وکړل، او بل ځل یې د تخمدان د بهرني غلاف لیرې کولو لپاره. وروستي عملیات یې پنځه کاله مخکې د رحم د لیرې کولو لپاره وو.

دا وايي: "هرځل به چې له جراحي عملیات راوتلم، هیله مې لرله چې بیا د جراحي عملیات خونې ته مجبوره نه شم".

شیجا وايي ماشومتوب کې شرمناکه وه، او ډېر کم به یې پخپل کلي کې له کور بهر د شپې شپږو بجو نه وروسته له ښځو سره لیدل.

کله یې چې واده وکړ او ګاونډ تامیل ناډو ته ولېږدېده، هلته یې یو ډول د ازادۍ احساس وکړ.

Shyja

د عکس سرچینه، Shyja

د عکس تشریح، شیجا وايي: "له برېتونو پرته اوس ژوند نه شم کولی. کله چې کوویډ وبا پیل شوه، ټول وخت مې ماسک نه اچاوه، ځکه چې زما مخ یې پټاوه".

"مېړه به مې کار ته ولاړ او ناوخته به راتله، نو ماخوستن به له کور بهر ناسته وم، ځینې وخت به د شپې یوازې پلورنځي ته تلم، پر ځان مې باور ډېر شو".

دا وایي، غواړي خپلې پېغلوټې لور ته هم ورته دریځ ولېږدوي.

د شیجا کورنۍ او ملګري د هغې د برېتونو ملاتړ کوي او ورته وايي چې ښه ورسره ښکاري.

خو شیجا وايي، بهر یې د خلکو هر ډول تبصرې اورېدلې دي.

"خلک ملڼدې هم راباندې وهي او وايي،‌ برېتونه د سړو وي، نو ښځې ولې برېتونه ولري".

د ویډیو تشریح، للو للو: د ساعت برېتونه