امریکایی سفیر ولې خپلو برېتونو خریلو ته مجبور شو؟

د عکس سرچینه، AFP
په سوېلي کوریا کې د امریکا سفیر خپل برېتونه خریلي دي. هري هرېس له هغه وروسته دا ګام پورته کړی چې برېتونه یې په سویلي کوریا کې د یو جنجالي بحث لامل شول. خو اصله موضوع څه وه؟
څو میاشتې وړاندې د سوېلي کوریا یو شمېر سیاستوالو او شنونکو د ښاغلي هرېس پر بریدونو نیوکه کړې وه.
دوی ویل، د ښاغلي هرېس بریتونه د جاپان هغو پوځي چارواکو یا ګورنرانو ته ورته دي چې له ۱۹۱۰ نه تر ۱۹۴۵ کاله یې پر سوېلي کوریا قبضه کړې وه.
نیوکه کوونکو ویل، د سوېلي کوریا وګړي د جاپاني استعمار د هغې دورې په اړه ترخې خاطرې لري، او د امریکایي سفیر بریتونه د دوی احساسات راپاروي.
ښاغلی هرېس د امریکا د سمندري ځواک پخوانی افسر دی، او موضوع له دې کبله هم حساسه شوې چې د نوموړي مور جاپانۍ ده.
پخپله امریکایی سفیر څه وایي؟
خو پخپله هري هرېس وایي چې بریتونو یې د کورونا وېروس له کبله خریلي دي. نوموړي په یوه ویډیو کې ویلي، د ماسک اغوستلو پر وخت بریتونه سړی نارامه کوي، نو ځکه یې وخریل.
ښاغلی هرېس وایي، اوس په ماسک کې ارامه احساس کوي او ګرمي یې نه کېږي.
نوموړی له ۲۰۱۸ کال راهیسې په سوېلي کوریا کې د امریکا سفیر دی، او په دې موده کې د دواړو هېوادونو اړیکې چندان ښې نه وې.
د دا ډول برېتونو تاریخي ارزښت څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یو شمېر نامتو جاپاني جنرالانو دا ډول لنډکي برېتونه درلودل.
خو تاریخ پوهان وایي، په هغه زمانه کې د چینایي مشرانو په ګډون د سیمې د ګڼو هېوادونو چارواکو دا ډول برېتونه ساتل.
ښاغلی هرېس وایي، د نوموړي د برېتونو موضوع له دې کبله جنجالي شوې ده چې مور یې جاپانۍ ده.
نوموړي د امریکا په سمندري ځواک کې د ۴۰ کلنې دندې پر مهال ږیره برېت نه درلودل، خو کله چې د دیپلومات په توګه وګومارل شو نو پرېکړه یې وکړه چې برېت وساتي.
په سوېلي کوریا کې د امریکا پوځي اډې:
دا مهال د امریکا او سوېلي کوریا ترمنځ د امنیتي تړون پر بنسټ ۲۸ نیم زره امریکایي پوځیان په سویلي کوریا کې مېشت دي.
دا پوځیان پر سوېلي کوریا د شمالي کوریا د پوځي برید یا تېري د مخنیوي لپاره هلته پراته دي.
امریکایي سفیر هري هرېس له دې مخکې ویلي وو، سویلي کوریا باید پر خپله دفاع ډېرې پیسې ولګوي او له شمالي کوریا سره د خپلو اړیکو لوری بدل کړي.
د نوموړي دې څرګندونو هم په سویلي کوریا کې توند غبرګونونه را پارولي وو.
د (کورین ټایمز) ورځپاڼې څه موده مخکې د ښاغلي هرېس په اړه لیکلي وو برېتونه یې د دې خبرې څرګندونه کوي چې امریکا سوېلي کوریا ته په سپکه ګوري او زورواکي کوي.




















