اسرائیل: مدیترانه کې مو د حزب الله درې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې
اسرائیل وايي مدیتراني سمندر کې یې د لبنان حزب الله غورځنګ درې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
اسرائیلي رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو په حواله ادعا کړې چې دا ډرون الوتکې د مدیترانې یوه لانجمه سیمه کې د ګازو د استخراج د مرکز پر لور روانې وې او ګواکې د ورانکارۍ هوډ یې درلود.
چارواکو ویلي دا بې پيلوټه الوتکې د جنګي جټونو او پوځي بېړیو لخوا نسکورې شوې.
د لبنان حزب الله ملېشې یوه لنډه اعلامیه کې منلې چې دا الوتکې د دوی اړوندې وې، خو ویلي یې دي چې دا الوتکې د "څارنې پر ماموریت" بوختې وې.
په اعلامیه کې دا هم زیاته شوې چې ګوندې "دغه ماموریت ترسره او پيغام ترلاسه شوی دی."
د اسرائیل او لبنان ترمنځ مدیترانه کې د کاریش په نوم د ګازو حوزې د مالکیت پر اختلاف اوج ته رسېدلی دی.
د انرژۍ برخه کې د امریکا استازی اموس هوخاشټین د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې اوږمهاله لانجې د حل هڅو کې منځګړیتوب کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیل وایي د ګازو دا زېرمې د ملګرو ملتونو لخوا د دوی په رسمیت پېژندل شوې ځانګړې اقتصادي حوزه کې دي، خو لبنان وايي د دې حوزې ځينې برخې د دوی دي.
د حزب الله مشر سید حسن نصرالله تېره اوونۍ ګواښ وکړ چې اسرائیل به په زور دې حوزه کې له فعالیته راوګرځوي.
د اسرائیل دفاع وزیر بني ګانټز ویلي دا توندلارې اسلامپاله ډله (حزب الله) "د لبنان حکومت د سمندري پولو په اړه له هوکړې، چې د لبنان د ولس اقتصاد او سوکالۍ ته مهمه ده، راګرځوي."
بله خوا حزب الله دا ګام داسې مهال پورته کړی چې اسرائیل په کور دننه له سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی.
د دغه هېواد قانون جوړوونکو د پنجشنبې پر ورځ د پارلمان ړنګېدو ته رایه ورکړه او نوې ټاکنې یې وغوښتې.
دا به څلورو کلونو کې دغه هېواد کې پنځم پلا عمومي ټاکنې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پارلمان منحلېدو پایله کې د لومړي وزیر نفتالي بېنټ څو ګوندي اېتلافي حکومت لمنځه ولاړ.
دغه کار پخواني ښي اړخي لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو ته دا زمینه برابره کړې چې د راتلونکو ټاکنو له لارې بیا د واک ته راوګرځي.
هغه اوس د اپوزېسیون مشري کوي.





















