له لبنان پر اسرائیلو راکټي بریدونه؛ اسرائیلو هم ځواب کې توپخانه کارولې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلو دفاع وزارت ویلي، وروسته له هغه یې په لبنان کې په ځینو هدفونو د توپخانې بریدونه کړي چې د لبنان له خاورې د اسرائیل پر شمالي سیمو راکټونه وتوغول شول.
یاد وزارت وایي، د څلورو توغول شویو راکټونو له ډلې یو یې په هوا کې له منځه وړل شوی، یو پر تش میدان لګېدلی او دوه نور په مدیترانه کې لوېدلي دي.
ځایي رسنۍ وایي، له دې راکتي بریدونو وروسته د اسرائیل په ځینو شمالي ښارګوټو کې د خطر زنګونه اورېدل شوي دي.
تر دې دمه دواړو خواو ته د مرګژوبلې کوم رپوټ نشته، خو د اسرائیلو دفاع وزارت ویلي، پر هر ډګر هرې سیناریو ته چمتو دي.
یاده دې وي چې د حزب الله په ګډون یو شمېر اسرائیل مخالفې وسلوالې ډلې په لبنان کې فعالې دي.
اسرائیل نږدې وخت کې "د اوربند نیت نه لري"
د اسراییل او غزه کې د حماس ډلې ترمنځ د نښتو په لسمه ورځ د اسراییل دفاع وزارت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دغه هېواد "نږدې وخت کې د اوربند نیت نه لري."
په دا مهال او د چارشنبې د سهارنیو رپوټونو له مخې اسراییل پر غزه بیا هوايي بریدونه کړي او حماس هم په مقابل کې اسراییل ته توغندي توغولي دي.
له بلې خوا د اسراییل لومړی زویر بنیامین نتنیاهو وايي، د دغه هېواد نهه ورځني بمبار سره غزه کې د حماس په نوم فلسطینۍ وسلواله ډله د کلونو لپاره کمزورې شوه.
د دې کړکېچ د ختمولو لپاره ډيپلوماټیکې هڅې هم لږ نتیجه لري.
د سې شنبې ورځې لومړیو کې اسراییل غزې ته د مرستو رسولو لپاره د لنډ وخت لپاره لار پرانیسته، خو کله چې یې پر خاوره د هوان او توغندیو برید وشو، بیا یې دا لار وتړله.
د اسراییل لومړی وزیر وايي، پر غزه واکمن حماس باندې بې ساری ګوزار شوی او د ټولو اسراییلو د ارام ډاډمنولو پورې به د دې ډلې پرضد د اسراییل بریدونه روان وي.
څومره کسان وژل شوي؟
غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییل بمبار کې د سلو ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۲۱۵ کسان وژل شوي دي.
د اسراییل طبي څانګه وايي، د حماس توغندیو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د سې شنبې په ورځ اسراییل دا هم وویل، چې بمبار سره یې غزه کې ۱۵۰ وسلوال وژلي دي، خو حماس لا په دې بریدونو کې د خپلو وسلوالو د مرګ ژوبلې شمېر ډاګیز کړی نه دی.
اسراییل وايي، د ټکر پیلېدو پر مهال دواړو فلسطیني ډلو- حماس او اسلامي جهاد- غزه کې تر دوولس زرو توغندي او هاوان درلودل.
د اسراییل د پوځ یو ویاند وايي، د سې شنبې ورځ د ګرېنویچ پرمهال تر ۱۵:۰۰ بجو پورې دې وسلوالو اسراییل ته نږدې درې زره درې سوه توغندي توغولي چې پکې له ۴۵۰ تر ۵۰۰ لنډ وخت کې غورځېدلي او غزه کې یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د اوربند لپاره هلې ځلې

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستۍ ناسته کې هم د اسراییل او حماس ټکر ته په غبرګون ویلو کې پاتې راغله.
فرانسه وايي، د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي او د اردون پاچا عبدالله دوه سره یې د ویډیو کانفرانس له لارې د یوه پرېکړه لیک په وړاندې کولو هوکړه کړې ده.
د فرانسې د ولسمشر دفتر وايي، درې واړو هېوادونو هوکړه کړې چې دا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او امنیت شورا پر دې مسله بحث وکړي.
امریکا د اسراییل او حماس ترمنځ د سملاسي اوربند لپاره د امنیت شورا د ګډې بیانیې د هڅو مخه نیولې ده.
ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور د امنیت شورا لپاره دا شرم بولي چې پر اوسني کړکېچ د یو دریځ څرګندولو کې پاتې راغلې ده.
امریکا، اروپايي ټولنې، روسیې او نورو هېوادونو د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
مصر د اسراییل او حماس ترمنځ د منځګړتوب هڅه کړې.
خو اسراییل وايي، د حماس او اسلامي جهاد د وړتیا له منځه وړلو پورې به یې عملیات روان وي.
د اردوغان څرګندونو ته د امریکا غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
په دا مهال امریکا د ترکیې ولسمشر د اسراییل په هکله د وروستیو څرګندونو له امله د یهودو ضد څرګندونو باندې تورن کړی دی.
رجب طیب اردوغان اسراییل د فلسطینیانو پرضد په ترهګرۍ تورن کړ او په دې وروستیو کې یې ویلي و: "دا د هغوی طبیعت کې دي. "
بیا یې اسراییل "وژونکي" وبلل او داسې اصطلاح یې وکاروله چې ورته په پراخ ډول د یهودو ضد ذهنیت ته د ودې ورکولو په توګه کتل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي، امریکا د ولسمشر اردوغان د یهودانو ضد څرګندونې غندي.
نوموړی له ولسمشر اردوغان او نورو ترک مشرانو غواړي له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د دوی په خبره، تاوتریخوالی نور هم زیاتولی شي.




















