د امریکا سترې محکمې د شین کوریزو ګازونو کمولو لړ کې د ولسمشر بایډن واک محدود کړ

شین کوریز ګازونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اسمي سټالراډ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د امریکا چاپېریال ساتنې ادارې 'اي پي اې ' د شین کوریزو ګازونو کمولو لړ کې د خپل واک یوه برخه له لاسه ورکړې. د امریکا سترې محکمې له دې مهمې پرېکړې سره به د اقلیمي بدلون په هکله د ولسمشر جو بایډن ځینې پلانونه هم ځنډني شي.

ولسمشر بایډن دا 'یوه ویجاړونکې پرېکړه ' بللې، خو په وینا یې د اقلیمي بحران لړ کې به یې هلې، ځلې ورسره ټکنۍ نه شي.

د دې مانا دا ده، چې ولسمشر بایډن به اوس د دې ایالتونو له لوري په پالیسۍ کې بدلون ته منتظر وي او یا به د کانګرس له لوري پر کوم بدلون تکیه کوي او که داسې نه کېږي، امریکا ته به ګرانه وي، چې د شین کوریزو ګازونو کمولو هدف ته ورسېږي.

دا پرېکړه ځکه د ولسمشر بایډن لپاره پاموړ زیان بلل کېږي چې نوموړی د اقلیمي بدلون او چاپیریال مبارزې لړ کې د امریکا هڅو له چټکولو له ژمنو سره واک ته رسېدلی و.

سترې محکمې ته په دې قضیه کې د امریکا لوېدیځ ویرجینیا ایالت د ۱۸ نورو داسې ایالتونو په استازیتوب چې جمهوریتپال پکې اکثریت دی او دغه راز د هېواد ځینې لویو ډبرو سکرو شرکتونو له لوري عریضه کړې وه.

په عریضه کې ویل شوي و، چې د چاپېریال ساتنې اداره په ټولو ایالتونو کې د شین کوریزو ګازونو محدودولو واک نه لري. د دې ۱۹ ایالتونو له چارواکو سره وېره وه، چې ښايي په انرژۍ سکتور کې به د ډبرو سکرو له کارولو منع شي او لګښتونه به یې زیات شي.

منصفه پلاوي د درې په مقابل کې په شپږو رایو د ایالتونو او جامدو سون توکو شرکتونو پلوي وکړه چې د چاپیریال ساتنې اداره اې پي اې د داسې سختو محدودیتونو لګولو واک نه لري.

President Biden looking thoughtful with hands clasped

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن دا 'یوه ویجاړونکې پرېکړه' بللې.

محکمې په راتلونکي کې دا اداره په بشپړه توګه د تنظیمي چارو له ترتیبه نه ده منع کړې، خو په وینا یې د امریکا کانګرس باید په څرګند ډول ووايي چې دوی دا واک ورکوي.

د یادونې ده، چې کانګرس په تېر کې د امریکا چاپېریال ساتنې ادارې هغه وړاندیزونه رد کړي وو، چې د کاربن ګازونو محدودولو لړ کې یې کړي وو.

له تازه پرېکړې سره به د چاپیریال خوندي ساتلو فعالان ځکه اندېښمن وي، چې عریضه کوونکو ایالتونو په تېر کې هم د شین کوریزو ګازونو کمولو لړ کې پاموړ پرمختګ نه دی کړی.

دې ایالتونو ۲۰۱۸ کال کې د امریکا ټولټال شین کوریزو ګازونو ۴۴ سلنه برخه تولیدوله او په ۲۰۰۰ کال کې یې د دې ګازونو محدودولو لړ کې یوازې ۷ سلنه کموالی راوستی و.