امریکا کې د ګلدان په خاوره د مړي بدلولو غوښتنه

این یک طرح پیشنهادی برای چنین مزارع بازیافتی است

د عکس سرچینه، Recompose/MOLT Studios

د عکس تشریح، له مړي د سرې جوړولو لپاره د مچیو د پیاڅې د غارونو په څېر وسیلې جوړې شوې دي.
د خپرېدو وخت

امریکا کې د داسې اجازې غوښتنه کېږي چې ور سره به نور مړی د سوځولو یا ښخولو په ځای د ګلدان په خاوره بدلېږي او وارثان به یې له ځان سره دا خاوره وړي.

د همدې پلان د پلي کولو لپاره د پیاڅې( د مچیو د ځالې د غارونو) په څېر شیشه یې وسیلې جوړ شوی او دېوالونو کې یې د مړو اېښودو لپاره ځایونه جوړ شوي دي.

دا ځایونه یا کوټې په یوه پروسه کې د انسان بدن په سره او خاوره بدلوي او کله چې دا بهیر پوره شي، د مړي وارثان به د ایرو په ځای د مړي پاتې شوني چې په بډایه شوې خاوره یا سره بدل شوي وي په ګلدن کې کور ته یوسي.

په دې سره د انسان کالبوت حاصل ور کوونکې سره بدلېږي، چې د مړه د کور ګلانو یا ونو سټې یا رېښې د ودې لپاره وکارېږي.

دا پلان د امریکا شمال لوېدیځ ته واشنګټن ایالت کې پیل شوی او اوس قانوني پړاو وهلو او رسمي ثبت او اجازې ته منظتر دی.

که ایالتي حکومت یې تصویب کړي واشنګټن به د امریکا لومړنی ایالت وي چې د مړو د ښخولو په ځای به د هغوی له جسد د سرې جوړولو لپاره مرکزونه جوړوي.

محققان می گویند روش های سنتی تدفین جسد دی اکسید کربن بیشتری استفاده می‌کند و به محیط زیست کمکی نمی‌کند

د عکس سرچینه، Boston Globe via Getty Images

د عکس تشریح، څېړونکی وايي، د مړي دودیز ښخول کاربن ډای اکسایډ زیاتوي او چاپېریال سره مرسته نه کوی.

انسانپوه ډانیل وسکاټ وايي، که مړی ازاده هوا کې پرېښودل شي له منځه تلل یې څو میاشتې وخت نیسي.

اول یې پوستکی ورستېږي، بیا پاتې بخرې او وروسته خبرو هډونو ته رسېږي، خو وچه هوا کې مومیايي جسدونو تر کلونو پاتې کېږ.ي

خو دا هم وايي، که د مړي شاوخوا ډېرې باکتریاوې وي، نو له منځه تلل یې یوه میاشت وخت نیسي.

خو اوس امریکا کې ډېری مړي سوځل کېږي یا تابوت کې اېښودل کېږي چې لرګي او نورو طبیعي سرچینو او ان ځمکې ته اړتیا لري.

د تکزاس پوهنتون د دغه اوستاد په خبره، د لوېدیځې امریکا په څنډو کې د چاپېریال ډېری ملاتړی اوس د دغو دودونو ختمېدل غواړي.

Casket lowered into grave

د عکس سرچینه، Washington Post via Getty Images

د عکس تشریح، د دې پلان ملاتړي وايي، اوس امریکایانو کې د مړي د دودیز ښخولو یا سوځولو سره واټن زیاتېږي.

د واشنګټن ایالت سیاټل ښار کې ۴۸ کلنه نینا وايي، طبیعت ښه پوهېږي چې زموږ د مړي سره څه وکړي.

هغه وايي، له مړي سره د خلکو د دودیز چلن په ځای ښېرازه ښخېدل غواړي.

مهمه دا ده چې له مرګ وروسته مې مړی ځمکې او طبیعت ته چې ماته یې ژوند را کړی و، مرسته وکړي او ژوند زېږولو سره مرسته وکړي.

په سره د مړي بدلولو نظریې نوښتګره کاترینا سپېد او د ریکامپوز په نوم د هغې شرکت دی.

هغه وايي، تر دېرشو ورځو یو مړی په سره او حاصلخېزه خاوره بدلولی شي.